طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي

د خپريدو وخت: 18:53 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391

افغان ولسمشر د نېمروز بریدونه یو غیر انساني او نا اسلامي عمل و باله.

افغان ولسمشر حامد کرزی د نیمروز په وروستیو ځانمرګوبریدونو کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د غمرازۍ په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی.

افغان ولسمشرد وژل شویو او ټپيانو له کورنیو سره نغدې مرستې وکړي او دا ژمنه یی هم وکړه چی دوی ته به مځکه ورکړي او د کار او زدکړو زمینه به وربرابره کړی.

د نیمروز د روژې میاشتې په ځانمرګو بریدونو کی ۳۶ تنه ووژل شول او ترسلو ډير ټپيان شول.

هغه برید کوونکي د افغانستان د خلکو دښمنان وبلل او یو ځل بیا يې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د دې وروستیو بريدونو په تړاو خپل دریځ روښانه کړي

له ولسمشر کرزي سره د خبرو په مهال د نيمروز والي کریم بوراهوي وویل برید کوونکي ۱۲ کسان وو چې غوښتل یې د دغه ولایت پر بېلا بېلو دولتي ودانیو ډله ییز بریدونه ترسره کړي.

ښاغلي براهوي وویل د برید کوونکو لومړۍ ډله د امنیتي ځواکونو لخوا تر پیژندل کیدو وروسته له منځه لاړه، دویمه ډله یې ونیول شوه او پاتې یې د بریدونو په ترسره کولو بریالي شول.

ولسمشر کرزي دغه بریدونه زړه بگونکي وبلل او را غونډو شویو کسانو ته یې وویل زه نن د زرنج پيښې د قربانیانو له کورنیو سره دغمرازۍ لپاره راغلی یم. دا یواځې د نیمروز غم نه و.

افغان ولسمشر دغه بریدونه یو غیر انساني اونا اسلامي عمل و باله.

غونډه کې د قدیر په نامه یوه تن چې په په دغو بريدونکو کې پيښه کې یې خپل پنځه کلن ورور له لاسه ورکړی و، ولسمشر کرزي ته وویل زه د خپل ورور په شهادت خپه نه یم، خو د دې ولایت څارنوال چې په اداري فساد کې ککړ دی خلک یې سخت خپه کړي دي.

ولسمشر د غونډې پر برخوالو د دې خبرې دتایید غږ وکړ، چې د هغوی له تایید وروسته ولسمشر د نیمروز څارنوال عبدالصمد صدیقي له د ندې ګوښه کړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .