"د افغان ځواکونو په جامه کې پر ناټو بريدونه د پرديو کار دی"

د خپريدو وخت: 11:44 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

افغان ولسمشر له امنيتي ځواکونو غوښتي چې د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو مخه ونيسي.

د افغانستان حکومت د بهرنيو سرتېرو وژل کېدل د افغان پوځ او پوليسو له يونيفورم نه په ګټې اخيستو د پرديو کار بولي، زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې پلانونه جوړوي.

له ارګ نه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي پرون (چارشنبه، ۲۲ اګست) په دې اړه په يوه فوق العاده غونډه کې خبرې وکړې.

د دغې اعلاميې پر بنسټ پر بهرنيانو وروستي بريدونه د افغان امنيتي ارګانونو کمزوري بلل شوې ده.

افغان حکومت په دغه امنيتي غونډه کې پرېکړه کړې چې په امنيتي ارګانونو کې د ګاونډيو هېوادونو د نفوذ د مخنيوي لپاره يې ګامونه پورته کړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي بهرني استخباراتي سازمانونه د افغان ځواکونو پياوړي کېدو اندېښمن کړي او له همدې امله يې د کمزوري کېدو هڅې کوي.

ايمل فيضي وويل: "هغه راپورونه چې د امنيتي مسؤولينو له لوري غونډې ته وړاندې شول، پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو د زياتېدو يو لامل په افغان امنيتي ځواکونو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو نفوذ وښوول شو. د دغو راپورونو له مخې بهرنۍ څارګرې ادارې په بېساري ډول د افغان ځواکونو له پياوړي کېدو په وېره کې دي."

د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه په خبره شوې اعلاميه کې راغلي چې په دغه فوق العاده غونډه کې د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو مسؤولينو ونډه لرله او هغه لارې چارې يې وړاندې کړې چې پر مټ يې د دا ډول بريدونو مخه نيول کېږي.

په وروستېو شپږو مياشتو کې ۲۶ بهرني سرتېري د هغو کسانو په ډزو وژل شوي چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو يونيفورم يې پر تن وو.

د هغو کسانو په لاسونو د بهرنيو سرتېرو وژل کېدل چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو يونيفورم يې پر تن دی د ناټو او امريکا په مېنځ کې يو لړ اندېښنې راوټوکولې.

د تېرې دوشنبې په ورځ د امريکا د لويو درستيزانو د ګډې کمېټې مشر مارټن ډمپسي د افغان ځواکونو په لاس د بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو په اړه له افغان او ناټو چارواکو سره خبرې وکړې.

که څه هم له دې وړاندې ويل کېدل چې بهرنيو کړيو د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې لار کړې، خو دا لومړی ځل دی چې حکومت په رسمي ډول وايي، بهرنۍ استخباراتي کړۍ د دا ډول بريدونو تر شا دي.

په افغانستان کې يو شمېر کتونکي د پاکستان او ايران استخباراتي کړۍ تورنوي چې هڅه کوي د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نفوذ وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .