بله ولسوالي هم په "طالبانو پسې پاڅېده"

د خپريدو وخت: 16:32 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

حکومتي سرچينې وايي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسلوالو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنه جګړه شوې ده

چارواکي وايي "پاڅون" په حصارک ولسوالۍ کې شوى او اصلي خوځوونکى ځواک يې ولسي وگړي دي چې په سيمه کې د طالبانو له کړنو په تنگ شوي وو. له خلکو سره د دوى په وينا "ملي ځواکونو" هم لاس يو کړى او طالبان يې له گڼو کليو په شا کېدو ته اړ کړيدي.

ځايي خلک وايي پاڅون د طالبانو له خوا د سيمې د څو وگړو تر وژنې وروسته پيل شو.

ولسوال عبدالخالق معروف وويل: "پاڅون" لا هم روان دى او د ولسوالۍ له دريو دوه برخې له طالبانو "ژغورل" شوي دي. پخپله طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې يې په نورو ولايتونو کې د ورته پاڅونو رپوټونه حکومتي تبلغيات بللي او رد کړي وو.

ښاغلي معروف د حصارک د پېښو په اړه د نورو معلوماتو په ترڅ کې وويل چې پوليس هم د طالبانو په ايستلو کې د ولس ترڅنگ دي او تر اوسه اووه وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو لخوا نيول شوي دي. هغه زياتوي چې په نيول شويو مخالفينو کې د لوګر د ازرې لپاره طالب قوماندان چې د انګار په نامه ياد شوى، هم راځي.

د حصارک ولسوال وايي د پاڅون پرېکړه د چارشنبې په ورځ د شلو کلو تر گډې قومي غونډې وروسته شوې وه.

په ختيځ کې د قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د حصارک پېښې د "ولس او پوځ" گډ عمليات بللي دي. ده وويل: د دې ولسوالۍ د بېلا بېلو سيمو لسګونو کسانو له ملي ځواکونو سره په ګډه د وسلوالو خلاف دغو عملياتو کې گډون کړى او کلي يې يو په بل پسې "آزاد" کړي دي.

د حصارک د یوه کلي قومي مشر حسن خان وايي د ولسوالۍ خلک نور له طالبانو پوزې ته رسېدلي وو .

نوموړي وويل: "مخالفينو څو ورځې مخکې دوه قومي مخور او د ملي اردو يو سرتېرى په ډېر ظالمانه ډول ووژل، دغه راز يې پر خلکو نور ظلمونه او زور زياتي هم کول."

"د ولسوالۍ خلک نور له طالبانو پوزې ته رسېدلي وو"

قومي مشر حسن خان

د هغه په وينا، خلک نور اړ شول چې د دوى پر ضد پاڅون وکړي.

دى وايي له تېرو څو مياشتې راهيسې سلګونه وزيرستاني طالبان دې ولسوالۍ ته ورغلي او څو ځله يې پر ولسوالۍ بريدونه کړي دي.

هاخوا د کندهار چارواکي هم خبر ورکوي چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى او هغوى يې له خپلو سيمو اېستلي دي. "پاڅون" هغه مهال پیل شو چې یوې ډلې د سنګیسار په سیمه کې ماینونه ايښودل.

حکومتي سرچينې وايي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسلوالو طالبانواو ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ درنه جګړه شوې ده. ویل کېږي جګړې شپږ ساعته دوام درلود چې په کې د دوو وژل شويو طالبانو مړي له وسلو سره په سيمه کې پاتې دي.

اندړ د طالبانو خلاف د "پاڅون پيلامه وه. دلته خلکو ويل چې د طالبانو له خوا د ښوونځيو پرله پسې تړنې او د بيا رغاونې مخنيوي پاڅېدو ته اړکړيدي.

دغه لړۍ وروسته څو نورو ولايتونو ته هم وغزېده، خو طالبانو دا هرڅه بې ارزښته وبلل. دوى وايي چې حکومتي ځواکونه په سيمه کې اربکيان سمبالوي او د دوى خلاف د پاڅون نوم ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .