دفاع وزارت پوځ کې د اورپکو نفوذ لوی سرخوږی بولي

د خپريدو وخت: 09:50 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391
افغان ځوکونه

په دې وروستيو کې افغان او بهرنيو ځواکونو په گډه داسې يو کميسیون هم جوړ کړى دى چې موخه يې په افغان امنيتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخنيوى دى.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد په امنيتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفانو نفوذ دوى او بهرنيو ځواکونو دواړو ته لويه اندېښنه ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي ددغه هيواد په ملي پوځ کې د مخالفو وسلوالو د نفوذ مخ نيوي اوس مهال ددوى له لومړيتوبونو گرځيدلی دى.

چارواکي وايي چې د امريکې د متحدو ايالتونو د پوځ د لويو درستيزانو د جرگه گۍ مشر هم په همدې موخه په دې وروستيو کې کابل ته راغلې و چې څنگه له افغان امنيتي ځواکونو سره په گډه د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخه نيولاى ، او دې ته لاره هوارولاى شي چې د افغان امنيتي ځواکونو په جامه کې څوک پر بهرنيو ځواکونو بريد ونه کړي.

د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظميي بي بي سي ته وويل چې دوى په افغان امنيتي ځواکونو کې د مخالفانو د نفوذ په اړه انديښمن دي.ښاغلي عظيمي وويل ددې گواښ بشپړ مخنيوې هله شونى دى چې افغان او بهرني ځواکونه په همغږي ډول خپلې ټولې وړتياوې په کار واچوي.

افغان حکومت او ناټو په گډه سره،په افغان امنيتي ځواکونو کې د وسلوالو مخالفانو د نفوذ مخه نيول غواړي.

ددې موخې د پوره کولو لپاره يوۀ داسې کميسیون هم چارې پيل کړي،چې د افغانستان کورنيو چارو وزارت،دفاع وزارت،ملي امينت او ناټو په کې غړيتوب لري.

چارواکي وايي دا ټول به په گډه سره د هغو پريکړو پلي کولو ته لاره هواره کړي،چې پر بنسټ يې د مخالفو وسلوالو د نفوذ مخه نيول کيدى شي.

مرګونې ډزې

له پخوا نه داسې کسانو پر بهرنيو سرتيرو مرگونې ډزې کړي چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې به جذب شوي وو، خو په تيره روژه کې دغه راز بريدونه په بي ساري ډول ډير شول، تر دې چې د بهرنيو ځواکونو د معلوماتو له مخه په تيره يوه مياشت کې تر ديرشو ډېر دغه راز بريدونه شوي دي، چې په ترڅ کې يې شاوخوا څلويښت بهرني سرتيري وژل شوي دي.

دغه راز بريدونه چې کيږي تر ډيره د ټولو په اړه د حکومت وسلوال مخالفان وايي چې بريدگر ددوى کس و خو يو شمير افغان کارپوهانو به له پخوا وېل چې احساسات او نورې خبرې هم ددغو بريدونو لامل گرځيدى شي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جان الن هم ويلي دي چې پنځه ويشت سلنه بريدونه د وسلوالو مخافانو نفوذ ښيي او د نورو تر شا نو لاملونه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .