افغانستان کې ۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت سړکونه ویجاړ شوي

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

افغانستان چې په وچه کې راګېر هېواد دی، د لویو لارو جوړول او د ستونزو لېرې کول یې ډېرو پیسو او قوي ارادې ته اړتیا لري.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولو تر اتو میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته ویجاړ شوي دي.

د ټولګټو یا فواید عامې وزارت یو راپور ښيي، د افغانستان د لویو لارو یوه ستره برخه بېرته ویجاړه شوې او د درې اعشاریه شپږ میلیاردو ډالرو په ارزښت لویې لارې بیا رغولو ته اړتیا لري.

د بېلګې په توګه د کابل مزارشریف لویه لار چې اوږدوالی یې شاوخوا ۵۰۰ کیلو مترو ته رسیږي نژدې ټوله بېرته ویجاړه شوې ده.
افغان چارواکي یې لامل د بار وړونکو لاریو تګ راتګ بولي چې تر حد زیات وزن لېږدوي.

پر دغې لویې لارې هر ورځ زرګونه د مساپرو او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، دغې لویې لارې چې کابل له منځنۍ آسیا سره نښلوي په ځینو برخو کې د ویالو بڼه خپله کړې، او کندې په کې جوړې شوې دي.

ددغې لارې له جوړېدو درې کاله هم نه تیریږي، خو زیاتره برخې یې بېرته ویجاړې شوې دي او د مساپرو، په تېره بیا ناروغانو، ماشومانو او مېرمنو لپاره یې سختې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

اوس دغه لار چې د سالنګ پر تونل تیریږي له ډېرو خطرونو ډکه ده.

یوازې د کابل مزار شریف نه بلکې د افغانستان د نورو لویو لارو حالت هم تر دې کم نه دی او د ویجاړتیا له خطرونو سره مخ دي.

"د سالنګ په برخه کې چې موږ سږ کال د بیارغونې چارې پر مخ بیایوو، لنډ مهالي دي، یواځې د یوه کال لپاره د مساپرو او سالنګ د ژغورنې په موخه دي. هغه څه چې زموږ په توان کې دي سل په سله یې پلي کوو"

نجیب الله اوژن

دا چې د لویو لارو د سړکونو عمر څومره وي او یا هم څو کاله دوام کولای شي ، د کابل پوهنتون استاد مسعود ی یې په اړه وايي:

(( په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عمر لږترلږه دولس کاله دی او په پرمختللو هېوادونو لکه جرمني، فرانسې او امریکا کې د بنسټیزو پروژو عمر له پنځوس تر سلو کلونو پورې دی)).

د اقتصادي چارو کارپوه استاد مسعود وايي افغان حکومت باید په دې تړاو د تړونونو جزییات روښانه کړي او په هغو کې ټولې اړوندې خواووې خپل مسوؤلیتونه لري:

(( په تړونو کې باید په بشپړه توګه روښانه شي چې د پروژې عمرو څومره دی، څوک یې پلې کوي او د خسارې جبران څوک کوي. نو ځکه زما په آند په افغانستان کې یوه ستونزه د تړونونو ده چې په بشپړه توګه روښانه نه دي)).

په افغانستان کې هر کیلو متر سړک په شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره جوړ شوی، چې تر نړیوالو بیو چندان ټیټ نه دی.

ددغو سړکونو د جوړولو چارې بېلابېلو شرکتونو ته ورکول شوي وې، چې ځینو شرکتونو خپل کارونه نیمګړي پرې ایښي او له کاره یې پښې سپکې کړې دي. چې د یو شمېر خلکو په وینا تر ډېره یې پیسې شخصي جېبونو ته لوېدلې دي.

حکومت هم ټول هغه کسان محکمې ته نه دي راکش کړي.

د افغانستان د ټولګټو یا فواید عامې وزیر چې له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې یې خپل دنده پیل کړې وايي د کابل مزار لویې لارې جوړل یې د کارونو په لومړیتوب کې دي.

خو دا نه یواځې د کابل مزار لویه لار ده چې بېرته ویجاړه شوې بلکې د افغانستان د نژدې نیمايي لویو لارو ویجاړتیا ده ته په میراث ورپاتې شوې ده.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن وايي دا مهال د دغه وزارت ۳۰ سلنه کارکوونکي مسلکي او پاتې نور ټول اداري چارې پر مخ بیايي چې باید په دغه حالت کې بدلون رامنځ ته شي.

"نړۍ تر دې دمه د افغانستان په لویو لارو اته میلیارده او درې سوه میلیونه ډالره لګولي، خو دا دی نیمايي بېرته ویجاړ شوي دي."

ښاغلی اوژن زیاتوي دوی د لویو لارو جوړولو او څارنې ته پوره پام کوي:

((افغان حکومت د لویو لارو جوړولو ته ژمن دی، موږ د سرچینو په لټه کې یو، دا په دې معنی نه دي چې په دې برخه کې کوم تضمین موجود نه دی.

د سالنګ په برخه کې چې موږ سږ کال د بیارغونې چارې پر مخ بیایوو، لنډ مهالي دي، یواځې د یوه کال لپاره د مساپرو او سالنګ د ژغورنې په موخه دي. هغه څه چې زموږ په توان کې دي سل په سله یې پلي کوو)).

افغانستان چې په وچه کې راګېر هېواد دی، د لویو لارو جوړول او د ستونزو لېرې کول یې ډېرو پیسو او قوي ارادې ته اړتیا لري.

نړۍ تر دې دمه د افغانستان په لویو لارو اته میلیارده او درې سوه میلیونه ډالره لګولي، خو دا دی نیمايي بېرته ویجاړ شوي دي.

او دا اندېښنې هم شته چې تر کله به مرسته کوونکي هېوادونه دغه راز پروژو ته زړه ښه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .