د بدرالدین حقاني د وژنې ادعا شوې

د خپريدو وخت: 17:35 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391
بدرالدین حقاني

بدرالدین حقاني د جلال الدین حقاني له نهو زامنو یو دی، چې د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل شوي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا په ګډون ځینو لوېديځو او پاکستاني رسنیو د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي بدرالدین حقاني د وژل کېدو رپوټ ورکړی وو، خو د هغه د کورنۍ غړي دوې خولې دي. یوه غاړه يې چې نوموړی ''نه دی'' وژل شوی او بله يې بیا دا وژنه مني.

بدرالدین ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکايي څارګرو الوتکو په برید کې ووژل شو.

خو د افغانستان په سوېل ختيځ کې د بي بي سي خبریال د بدرالدین حقاني له کورنۍ سره غږېدلی، خو د حقاني د وژنې ادعا یې په کلکه رد کړې ده.

سرچینې زموږ خبریال ته ویلي، چې د هغه د وژلو پروپاګند یوازې د حقاني شبکې د مورال ټیټولو لپاره دي.

دوی دا هم ویلي چې امریکا غواړي چې حقاني شبکه خلکو ته د طالبانو له تحریک جلا شوې وروپېژني، چې په وینا یې دا کار ناشونی دی.

د حقاني کورنۍ بي بي سي ته ویلي چې حقاني شبکه د طالبانو یوه برخه ده.

بدرالدین حقاني د پخوانیو مجاهدینو د مشر مولوي جلال الدین حقاني زوی او د حقاني د شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور دی.

نوموړی او شبکه یې له القاعدې سره تړل شوې ګڼل کېږي.

ځینو پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې بدرالدین حقاني د روان اګست له ۱۸ راهیسې د امریکايي څارګرو الوتکو په کوم برید کې شمالي وزیرستان کې وژل شوی.

رسنیو ویلي، چې د میرانشا په شوال دره کې څارګرو الوتکو څلور توغندي توغولي، چې غالباً بدرالدین حقاني هم په کې وژل شوی دی.

شاوخوا ۳۰ کلن بدرالدین حقاني د میرانشا د طالبانو د شورا غړیتوب لري.

نوموړی افغانستان کې د حقاني شبکې د څلور سیمو جنګي قومندان دی، چې د رپوټونو له مخې افغانستان او پاکستان کې د اورپکو ډلو ټول فعالیتونه وردغاړې دي.

بدرالدین حقاني د جلال الدین حقاني له نهو زامنو یو دی، چې د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل شوي دي.

د هغه مشر ورور سراج الدین حقاني د میرانشا د شورا لومړی مشر دی.

سراج الدین حقاني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په ۲۰۰۸ کال د ترهګرو په لیست کې شامل شو.

او د ۲۰۰۹ په مارچ کې بیا امریکا د نوموړي د نیولو یا وژلو پر سر پنځه میلیون ډالر انعام اعلان کړ.

رسنۍ وايي، چې پر شمالي وزیرستان د امریکا د څارګرو الوتکو د څو ورځو په بریدونو کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جګپوړی مشر ایمیتي یاکوف هم وژل شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .