ناټو وايي د پاکستاني طالبانو مشر ملا دادالله یې وژلی

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391
مولوي دادالله

بهرني ځواکونه وايي چې مولوي دادالله د جمال په نامه هم مشهور وو.

په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د یوه جګپوړي جنګي مشر ملا دادالله د وژنې ادعا کړې ده.

دوی وايي چې نوموړی یې د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې د هوايي برید پرمهال وژلی دی.

ایتلافي ځواکونو په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې ملا دادالله یې د کونړ ولایت شیګل په شلتن ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ وژلی دی.

ناټو ویلي چې له ملا دادالله سره یې په دې برید کې یو شمېر نور اورپکي هم وژلي دي.

بهرني ځواکونه وايي چې مولوي دادالله د جمال په نامه هم مشهور وو.

د ناټو خبرپاڼه کاږي چې ملا دادالله د افغان او ایتلافي ځواکونو پرضد بریدونه سمبالول چې تر څنګ یې د اورپکو او وسلو د لېږد مسؤول هم وو.

د پاکستان حکومت تل پر اورپکو تور پورې کوي، چې ګني کونړ ولایت کې ځانونه ټینګوي او له هغه ځایه د پولې دواړو غاړو کې بریدونه کوي.

ناټو او افغان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ملا دادالله له خپلو دوولسو جنګیالیو سره په هغه کور کې ووژل شو، چې دوی پناه وروړې وه.

ویل کېږي چې دادالله باجوړ قبایلي سیمه کې د روان کال په لومړیو کې د پاکستاني طالبانو یو قومندان وو.

نوموړی په دې سیمه کې د مخکني طالب مشر مولوي فقیر محمد ځایناستی وټاکل شو، چې ویل کېدل ښاغلي فقیر محمد له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي دي.

ناټو وايي چې د شاکر په نامه د ملا دالله مرستیال هم وژل شوی.

ناټو وړاندې هم په کونړ ولایت کې د القاعدې د ځینو جګپوړو مشرانو د وژنې ادعا کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .