"له ولسوالانو خلک شکایت نه لري"

د خپريدو وخت: 17:46 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي تر دې مهاله يې ۱۲۷ولسوالان د ازادې سيالۍ له لارې ټاکلي دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو ادارې د ولسي جرگې د يو شمېر غړو دا ادعا نا سمه وبلله چې گواکې په ځينو سيمو کې د دوى له خوا گمارل شوي ولسوالان د خلکو له خوا نه منل کيږي او بېرته مرکز کابل ته استول کيږي.

د سیمه ییزو ارگانونو ادارې بي بي سي ته وويل چې دوى د سيالۍ په پايله کې په داسې حالت کې ولسوالان ټاکي چې د بېلو بنسټونو استازي هم حاضر وي.

د يادې شوې ادارې وياند بشير بهرام بي بي سي ته ويلي دي چې تر دې مهاله له کومې داسې پېښې سره نه دي مخامخ شوي چې د دوى ولسوال دې والي يا ولس نه وي منلاى.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي دوى په خپل سر ولسواليو ته ولسوالان نه ټاکي بلکې دا چاره په دې توگه د ازادې سيالۍ په ترڅ کې تر سره کيږي چې د اداري اصلاحاتو بېلو وزارتونو استازي او پوهنتوني استادان ترې په اړونده برخه کې ازموينه اخلي.

بيا چې چا ډېرې نومرې خپلې کړې هغه ولسوال ټاکل کيږي.

د ياد شوي بنسټ وياند بشير بهرام بي بي سي ته وويل تر اوسه له داسې کومې پيښې سره نه دي مخ شوي چې ولسوال دې د خلکو يا والي له خوا نه وي منل شوى.

"د سیمه ییزو ارگانونو اداره ولسوالان ټاکي. موږ له دې سره کار نه لرو چې څوک څنگه ولسوال وټاکه، خو له بده مرغه دوى چې کوم ولسوالان ټاکي د يو شمېر خلکو او ولسونو له خوا نه منل کيږي. د کاپيسا يو کس په پروان کې ولسوال وټاکل شو، خلکو له ولسوالۍ وشړه او مرکز ته يې ستون کړ. د پروان يو کس په کاپيسا کې ولسوال وټاکل شو هغه هم له همدې کبله وشړل شو. که د سیمه ییزو ارگانونو اداره دا توان نه لري چې خپل ولسوال په سیمه کې خوندي کړي. ولې ولسمشر ته وړانديز کوي او لاسليک يې اخلي".

تر دې مخکې د افغانستان د ولسي جرگې يو شمېر استازو پرون ويلي وو چې گواکې د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ داسې ولسوالان ټاکي چې د خلکو له خوا نه منل کيږي او بېرته کابل ته رالېږل کيږي.

د سیمه ییزو ارگانونو بنسټ وايي تر دې مهاله يې ۱۲۷ولسوالان د ازادې سيالۍ له لارې ټاکلي دي چې په وينا يې ټول دا مهال پر خپلو دندو بوخت دي او له يادې شوې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

ياد شوى بنسټ وايي ۱۰۰ نور والسوالان هم له همدې لارې ټاکل غواړي چې وايي ډېر ژر به يې د ازموينې نېټه اعلان شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .