افغانستان د ناپیلو هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي

د خپريدو وخت: 11:45 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
زلمی رسول

د ناپیلو هېوادونو غورځنګ په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۸) د ايران په لوري ولېږدي، او د ناپيلو هېوادونو غورځنگ په غونډه کې گډون وکړي، هغه چې د پنجشنبې پر ورځ يانې د اگست پر ۲۹ نېټه په تهران کې جوړېدونکې ده.

چارواکي وايي دا چې سیمه یيزه او نړيواله سوله ددغه غورځنگ له بنسټيزو موخو ده، نو افغانستان به هم په دغه غونډه کې کارنده ونډه ولري.

خو يو شمېر کارپوهان وايي د ناپيلو هېوادونو غورځنگ د سړې جگړې د مهال زيږنده ده، او وايي دا چې اوس په سيمه او نړۍ کې ډېر بدلونونه رامنځ ته شوي دي، نو بايد دغه غورځنگ هم نوي تگلوري بيامومي.

يو شمېر کارپوهانو دا هم ويلي دي چې ايران به غونډه د خپل نړيوال حالت د بدلون په موخه وکاروي.

هيله داده چې په دغه غونډه کې به تر څلوېښتو د ډېرو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، استازي او چارواکي برخه واخلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي دا چې د غونډې بنسټيزه خبره سميزه او نړيواله سوله ده نو افغانستان به هم کارنده ونډه ولري:

''د ايران په تړاو خبره داده چې افغانستان د ناپيليو هيوادونو د غورځنگ د مشرانو غونډه ده، افغانستان ددغه ځورځنگ د يوه بنسټگر په توگه د هغه موخو ته د پخوا په څېر ژمن دي، چې هغه په بنسټيزه توگه سیم یيزه او نړيواله سوله ده، پر همدې بنسټ به افغانستان هم په دغه غونډه کې کارنده ونډه لري، ټاکل شوې ده چې د بهرنيو چارو وزير د سه شنبې پر ورځ ايران ته سفر وکړي، چې د ناپيلو هېواداونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناسته کې گډون وکړي، دغه غونډه د پنجشنبې پر ورځ يانې د اگست پر نهه ويشتمه جوړېدونکې ده.''

احمد سوکارنو

د ناپيلو هيوادونو د غورځنگ سوژه د اندونيزيا له فقيد ولسمشر احمد سوکارنو سره تړل کيږي، چې د هند د هغه مهال د لومړي وزير جواهر لعل نهرو، د مصر د ولسمشر جمال عبد الناصر او يو شمېر نورو نړيوالو مشرانو په مرسته يې لومړۍ غونډه په ۱۹۵۵ د اندونیزيا په جاوا ټاپو کې وکړه.

خو د ناپيلو هېوادونو د غورځنگ لومړۍ رسمي غونډه د ۱۹۶۱ کال په دسمبر کې د يوگسلاويا په پلازمېنه بلگراد کې وکړه.

په دغه غورځنگ کې هغه هېوادونه راټول شوي وو چې د سړې جگړې پر مهال يې ځانونه د دوو زبر ځواکونو امريکا او شوروي اتحاد له ښکېلاکه ژغورلي ساتل غوښتل.

يو شمېر کارپوهان وايي چې د ياد شوي غورځنگ له جوړېدو راهيسې ډېر وخت اوښتی، او بايد چې نويتګلوري بيامومي.

يو شمير کارپوهان انگيري چې ايران به دغه غونډه د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره وکاروي.

يو شمېر امريکايي چارواکو هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا غونډه ولې په ايران کې جوړيږي، په وينايي هغه هم په داسې توگه چې ايران د ملگرو ملتونو گڼو غوښتنو ته منفي ځواب وايي.

دغو چارواکو ويلي چې پر دې اړه به ملگرو ملتونو او د ناپيلو هيوادونو غورځنگ ته شکايت وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .