'کرزی دې د سرپرستو وزیرانو لړۍ پایته ورسوي'

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
کابینه

څه موده وړاندې ولسي جرګې دفاع او کورنیو چارو وزیران سلب صلاحیت کړل، چې کرزي سملاسي سرپرست دفاع وزیر وټاکه.

د افغانستان د ولسي جرگې يو شمير استازو په خپله غونډه کې ټينگار کاوۀ چې د سرپرستۍ بهير ته بايد نور د پاى ټکی کيښودل شي.

او ولسمشر حامد کرزى بايد دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته نوي کسان ونوموي او ژر ترژره يې د باور د رايې اخستلو لپاره ولسي جرگې ته وروپيژني.

دا غوښتنه داسې مهال کيږي چې ولسي جرگې نژدې يوه مياشت مخکې ددفاع وزير جنرال عبد الرحيم وردگ او د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله محمدي، پر کونړ د پاکستان د ادعا شويو توغنديزو بريدونو پر وړاندې د مناسب غبرگون د نه ښوولو په تور بې واکه کړل، چې په سبا يې ولسمشر حامد کرزي دواړه بې واکه شوي وزيران پر خپلو څوکيو سرپرستان وټاکل.

ښاغلي وردگ سرپرستي ونه منله او پر ځاى يې څارنپوه عنايت الله نظري ددفاع سرپرست وزير وټاکل شو.

اوس د ولسي جرگې يو شمير غړي وايي چې افغان ولسمشر بايد د وزارتونو په کچه د سرپرستۍ بهير ته د پاى ټکى کيږدي او يادو شويو وزارتونو لپاره ولسي جرگې ته نوې څيرې وروپيژني.

په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازى شير ولي وردگ له همدغې ډلې څخه و.

په افغانستان کې پر اساسي قانون د څار د جرگگۍ غړى حقوق پوه گل رحمان قاضي هم وايي چې ددغه شمير استازو دا غوښتنه پر ځاى ده،نوموړي وويل چې يو وزير ولسي جرگې د کورنۍ کړنلارې له مخه چې قانوني ارزښت لري، يوازې د يوې مياشتې لپاره د سرپرست په توگه پاتې کيدى شي.

د ښاغلي قاضي په وينا په رښتيا هم بايد ولسمشر د سرپرستو وزيرانو پر ځاى نوى کسان د باور د رايې اخستلو لپاره ولسي جرگې ته وروپيژني.

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا سرپرست وزيران ټاکل نوې خبره نه ده،شاخوا پنځه مياشتې مخکې په افغان کابينه کې ٧ تنو وزيرانو د سرپرستانو په توگه دنده تر سره کوله چې د يادويو شويو ٧ تنو وزيرانو په گډون ٩ تنو وزيرانو هغه مهال په يوه ځاى له ولسي جرگې د باور رايه واخیسته، او د سرپرستۍ بهير په څرگنده پاى ته ورسيدۀ.

خو ددفاع او کورنيو چارو د وزيرانو استيضاح او ورپسې بې واکه کولو يو ځل بيا د سرپرستو وزيراتو ټاکلو ته لاره هواره کړه

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .