امریکا قرآن کریم سوځوونکو عسکرو ته 'اداري سزا' ورکړه

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
امریکايي پوځيان

ولسمشرحامد کرزي په هغه مهال د قرآن کريم د سوځولو په پېښه کې د ښکېلو امريکايي پوځيانو د علني محکمې غوښتنه وکړه.

د امريکا د يوې پوځي پلټنې د خپرو شوو پايلو له مخې هغو شپږو امريکايي پوځيانو ته چې تېره فبرورۍ کې د قرآن کريم د نسخو په سوزولو کې ښکېل و، دسپليني جزا ورکړل شوې ده.

دارنگه هغه امريکايي پوځيان چې د طالبانو مړو ته يې سپکاوي کړى وو، له جنايي جزا معاف گڼل شوي او يوازې به دسپليني جزا ورکول کېږي.

امريکايي پوځ ويلي دي چې پوځيانو يې په قصدي ډول دغه کړنې نه دي ترسره کړي.

دواړه پېښو دروان کال په لومړيو کې د افغانانو سخت قهر او غوسه راوپاروله.

د فبرورۍ په مياشت کې کله چې بگرام کې د امريکايي پوځيانو له هوايي اډې نه د قرآن کريم د نسخو د سوځولو خبرخپور شو، نو د کابل، مزارشريف او جلال آباد په گډون د افغانستان په زياترو ښارونو کې يې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه او بلواوې راوپارولې.

د امريکايي ضد دغو بلواوو په لړ کې پر امريکايي اډو بريدونه وشول او ننگرهار او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په انگړ کې څو تنه امريکايي پوځيان ووژل شول.

ولسمشرحامد کرزي په هغه مهال د قرآن کريم د سوځولو په پېښه کې د ښکېلو امريکايي پوځيانو د علني محکمې غوښتنه وکړه.

د طالبانو پر مړو د متیازو کولو پېښه د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه چې ويډيو يې د روان کال د جنورۍ په مياشت کې انټرنېټ کې راووتله.

"د افغان ولسمشر وياند ويلي دي چې حکومت به نن (سه شنبه/ اګست ۲۸) د امريکا د پوځيانو ددې پرېکړې په اړه خپل غبرگون په ډاگه کوي."

په دې پېښه کې ښکېلو دریو امريکايي عسکرو ته هم ادارې جزا ورکول کېږي.

دغه پېښه هم سخته وغندل شوه او د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتا يې له کبله بښنه وغوښتله.

ښاغلي پنيتا هغه مهال دا يوه دردوونکې کړنه وبلله او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن بيا ترسره کوونکو ته د سزا دورکولو ژمنه وکړه.

دې دواړو پېښو د واشنگټن او کابل اړيکې خړې پړې کړي.

اوس دا نه ده څرگنده چې د امريکايي پوځ دغه پرېکړه به په څومره کې افغان حکومت او افغان ولس چې ددغو کړنو ترسره کوونکو ته يې د سختې سزا غوښتنه کوله، قانع کړاى شي.

د افغان ولسمشر وياند ويلي دي چې حکومت به نن (سه شنبه/ اګست ۲۸) د امريکا د پوځيانو ددې پرېکړې په اړه خپل غبرگون په ډاگه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .