د افغان پوځ ۷۰٪ روزونکي افغانان دي

د خپريدو وخت: 12:25 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

د دفاع وزارت ویاد هیله مندي ښيي چې د نړیوالو ځواکونو وتل او د انتقال پروسه به د ملي اردو د پیاوړتیا سبب شي.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم په دغه هیواد کې د ملي پوځ د تجهیز او روزنې په اړه اندیښنې پیدا شوې، خو وروسته بیا ډیریو لوېدیځو هېوادونو د افغان پوځ د تجهیز او روزنې لپاره ټټر وواهه.

خو اوس د ا فغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې تر اویا سلنه ډیر افغان پوځیان د افغاني روزونکو له خوا روزل کیږي.

نوموړي وايي د افغان پوځیانو د روزنې به برخه کې حکومت له هیڅ ډول ستونزو سره مخامخ ندی او یوازې په کابل کې د ۱۴زره کسان روزنې لپاره یو مجهز مرکز لري چې په سیمه کې بې څارې دی.

د دفاع وزارت ویاد هیله مندي ښيي چې د نړیوالو ځواکونو وتل او د انتقال پروسه به د ملي اردو د پیاوړتیا سبب شي.

دغه راز ښاغلی وزیري وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته به ایساف یوازې په ښوونیزه برخه کې او هغه هم که افغانستان ورته اړتیا ولري، مرسته وکړي.

د افغان ځواکونو لپاره د ناټو د روزونکي ماموریت ویایند میجر ستیف نیتا هم وايي چې ۸۵ سلنه افغان پوځیانو ته د افغانانو له خوا روزنه ورکول کیږي او دوی د افغان پوځیانو د روزنې په برخه کې یوازې تخنیکي مرسته کوي:

'' ۸۵ سلنه افغان ځواکونو ته د ایتلافي ځواکونو له همکارۍ پرته، افغان روزونکې روزنه ورکوي او له همدې امله موږ کولای شو چې د روزنې په تخنیکي برخو لکه پلان جوړونې، د افغان روزونکو روزنې او لوجستیکي برخو ډېر تمرکز وکړو.''

خو بل خوا بیا سره له دې چې نړیوالې ټولنې په وار وار سره اعلان کړی چې وروسته له ۲۰۱۴ کاله به افغانستان یوازې نه پریږدي خو د دغه هیواد ډېری خلک اوس هم د خپل هیواد د راتلونکې او د افغان پوځ په وړتیا بې باوره ښکاري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .