'ملي پاڅون کوونکي د حکومت ضد پوځي ځواک نه دی'

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
ښاغلی فیضان

ښاغلی فیضان الله فیضان وايي، وروسته له هغې یې چې خپلې سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې کړي نو وسلې به دولت ته تسلیم او خپل عادي ژوند ته به ستانه شي.

د غزني پخوانی والي او په دغه ولات کې د ولسي پاڅون مشر د پاڅون په اړه د ملي شورا د غړو د اندېښنې په اړه وايي، پاڅون کوونکي به په راتلونکې کې د دولت په وړاندې یو بل نظامي ځواک نه وي، بلکې تر هاغه چې ورته اړتیا وي د دولت ترڅنګ به ولاړ وي.

د غزني د ولسي پاڅون مشر او د دغه ولایت پخوانی والي ښاغلی فیضان الله فیضان د پاڅونو د راتلونکې په باب د ملي شورا د غړو د اندیښنې بې ځایه وبللې او وویل چې دوی به خپلې وسلې یوازې د دولت د مخالفو وسله والو پر خلاف وکاروي او له دولت سره به ملګري وي.

نوموړي وايي، د اندړ ولسوالۍ ۴۵۰ زره نفوس لري او د ولسي جرګې په تیرو ټاکنو کې له دغه ولسوالۍ یوازې دریو کسو خپلې رایې کارولې وې، دده په وینا هغه ولسي استازي چې د دغو پاڅونونو په اړه اندیښنه ښیي غواړي چې بیا هم له اندړ ولسوالۍ نه هیڅ ولسي استازۍ ولسي جرګې ته لار پیدا نه کړي.

وړاندې یو شمیر وکیلانو د ولسي پاڅونونو په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې کیدای شي دغه پاڅونکوونکي په راتلونکې کې د دولت په یو مخالف ځواک بدل شي او په هیواد کې نوو امنیتي ستونزو ته لار هواره کړي:

''ددې ولسي پاڅونو په اړه باید څو پوښتنې له حکومته شوي، اول دا چې دوی څوک وسلې ورکوي؟ ولسي پاڅون خو باید په بیل او کولنګ سره وي، خو مونږ چی دا کسان په ټلویزیونو کې ګوري په پرمختللو وسلو سمبال دي، دوم دا چې که سبا د طالب په نوم یوه پديده نه وي دولت به د دغه پوځي ځواک د کنټرول توان ولري؟ ایا دوی به بیا د نوې نا امنۍ په پروژې بدل نشي؟ آیا بیا به دوی د سیمې د څارګرو ادارو له خوا زمونږ په وړاندې ونه کارول شي؟.''

''ځینې کړۍ غواړي د ولسي پاڅون تر نوم لاندې ځان په وسلو سمبال کړي او ځینې سیمې تر ولکې لاندې ولري، او بیا کله چې پوی شول چې په ځواک بدل شوي نو بیا به هغه وخت له حکومته د اوسنې مخالفو وسله والو په شان د باج اخیستې غوښتنه کوي او دا به هیڅ کله په هیواد کې د سلوې د راوستلو لپاره موثر ګام نه وي.''

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي افغان حکومت له هغو ټولو ولسي پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې کیږي ملاتړ کوي

"د غزني له اندړ ولسوالۍ وروسته د هېواد په ځینو نورو سیمو کې لکه لغمان، ننګرهار، نورستان، غور، فاریاب او بادغیس کې هم ولسي پاڅونونه پیل شول او د خلکو په وینا د پام وړ مثبتې پایلې یې هم درلودلي دي."

''د افغانستان حکومت له هغو ټولو پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې شوي په پوره توګه ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې حکومت دغو پاڅونکونکو سره په هغه برخه کې چې دوی د مرستې تمه لري، مرسته وشي کولای او په دې توګه د دولت مخالفو وسله والو ته دا موقع ورنه کړو چې زمونږ په ولس ظلم وکړي.''

د غزني د وسله والو پاڅون کوونکو شمېر ۲۵۰ مسلح کسانو ته رسېدلی دی او دغه پاڅون کوونکي وايي چې په دوو میاشتو کې یې په غزني کې دومره امن راوستلی چې حکومت په لسو کلونو کې نه دی راوړی.

د غزني له اندړ ولسوالۍ وروسته د هېواد په ځینو نورو سیمو کې لکه لغمان، ننګرهار، نورستان، غور، فاریاب او بادغیس کې هم ولسي پاڅونونه پیل شول او د خلکو په وینا د پام وړ مثبتې پایلې یې هم درلودلي دي.

د غزني د ولسي پاڅون مشر په وینا شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې هغه مهال ځینو ولسې وګړو ولسې پورته کړې او پاڅون یې وکړ چې طالبانو د ښوونځیو د بندولو اعلان وکړ او ځینو پاکستاني طالبانو په دغه سیمه کې په خپلو موټرونو او موټرسایکلونو د پاکستان بیرغونه پورته کړل او له ولسي خلکو یې د تذکرو پوښتنې کولې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .