کرنیزې څېړنې او ودې لپاره پروژه پیل شوه

د خپريدو وخت: 19:02 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

د کرنې وزارت وايي، دغه پروژه به په افغانستان کې د کرنې په وده کې مرسته وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د امریکا په مالي مرسته د کرنیزې څېړنې او ترویج د پراختیا په نامه یوه پروژه پیل کړه.

په دغه پروژه به د پنځو کلونو په ترڅ کې ۶۵ میلیونه امریکايي ډالر ولګول شي.

د کرنې وزارت وايي، دغه پروژه به په افغانستان کې د کرنې په وده کې مرسته وکړي.

دغه پروژه د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت لخوا په هېواد کې د کرنیزې څېړنې او ودې د پراختیا په موخه پیل شوه.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د دې پروژې له لارې به د هېواد په اوو برخو کې د کرنیزې څېړنې فارمونه ورغول شي.

د دې تر څنګ به د هېواد په ۵۰ ولسوالیو کې د کرنیزو چوپړونو د ښه کولو لپاره د ترویج مرکزونه پرانیستل شي.

دغه پروژه د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې یو ایس ای ایې ډي (USAID) په مالي او تخنیکي مرسته نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د یادو څېړنیزو فارمونو رغول به د افغانستان د کرنې د ودې په چټکولو کې مرسته وکړي او په خبره یې څېړنه او ترویج د کرنې په پرمختیا کې اړین رول لري.

د ښاغلي رحیمي په خبره په یاده پروژه به د پنځو کلونو په اوږدو کې ۶۵ میلیونه ډالر ولګول شي، چې ۴۰ میلیونه به د افغانستان د دولت لخوا او پاتې ۲۵ میلونه ډالر به نېغ په نېغه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا د پروژې د تخنیکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ولګول شي.

په غونډه کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې د افغانستان د څانګې مشر کین یاماشیتا وویل، چې دغه پروژه د افغانستان او امریکا تر منځ اوږد مهالو همکاریو ته د دواړو هېوادونو د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي د دغه هېواد د کرنې وده په دې وروستیو کې د تېر په پرتله چټکه شوې ده.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د هېواد ۹۴ سلنه اړتیا وړ غلې دانې اوس په هېواد کې دننه تولیدیږي.

دوی په دې باور دي، چې د کرنیزې څېړنې او پراختیا د پروګرامونو په پلي کولو به دغه هېواد د کرنې په برخه کې په خپلو پښو ودرېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .