امریکا د افغان سیمه ییزو پولیسو روزنه وځنډوله

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391
افغان سیمه ییز پولیس

د افغان ځواکونو روزنه د ناټو ځواکونو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي، چې د نویو شاوخوا زرو ګمارل کېدونکو افغان سیمه ییزو پولیسو روزنه یې د افغان سرتېرو له لوري پر ناټو سرتېرو د بریدونو له کبله ځنډولې ده.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې دا ځنډونه د لنډ وخت لپاره بلل شوې ده.

ویناپاڼه کاږي: ''د امریکا ځانګړي ځواکونه له افغان ملګرو سره نژدې اړیکي لري، چې دا اړیکي له څو کلونو راهیسې پیاوړي شوي دي. خو د موقت وخت لپاره د شاوخوا ۱۰۰۰ نویو افغان سیمه ییزو پولیسو ګمارنه ځنډول شوې او د موجوده پولیسو اروزنه روانه ده.''

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند تېد هارل په وینا، د دغو تازه ګمارل شوو سیمه ییزو پولیسو د زده کړې بهیر ځکه درول شوی چې د هغو سیمه ییزو پولیسو په اړه چې زده کړې یې روانې دي، څېړنې کوي:

''هغه څه چې ډیر مهم دي اوس مونږ ۱۶ زړه افغان سیمییزو پولیسو ته زده کړې ورکوو او یوازې د زرو سمییزو پولیسو د زده کړې بهیر، چې هغوی نوي په دندو ګمارل شوي ځڼډول شوی دی، لامل یې دا دی چې مونږ غواړي ډ ټولو افغان پوځیانو په اړه څیړنې وکړو چې دوی له اورپکو سره تړاو لري او که نه او ولې په امریکايي ځواکونو بریدونه کوي؟''.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

دوی ددې ځنډونې اصلي لامل افغانستان کې د افغان ملګرو له لوري پر ناټو سرتېرو وروستي مرګوني بریدونه په ډاګه کړي، چې په لړ کې یې سږ کال لږترلږه ۴۵ بهرني سرتېري ووژل شول.

په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ناټو سرتېرو افغان عسکرو بریدونه وکړل، چې د دواړو ترمنځ یې اړیکي هم څه-ناڅه ترینګلي کړي دي.

د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوه ویاند جان هاریل ویلي چې ''دا چاره (روزنه) د یوې یا دوو میاشتو لپاره ځنډول شوې ده، چې په کې د نویو ګمارېدونکو کسانو او وسله والو ترمنځ اړیکي په کې وڅېړل شي.''

ویاند دا هم وايي په دې کې هغه رضاکاره کسان نه دي شامل، چې لا له وړاندې یې پوځي روزنه ترلاسه کړې ده.

"وړاندې د نیویارک تایمز ورځپاڼې د امریکايي پوځي چارواکو له قوله ويلي و چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د افغان پوځیانو د روزنې بهیر دولی دی."

په تازه پېښو کې د تېرې چارشنبې په ورځ په اروزګان ولایت کې د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي کس لږترلږه درې استرالیايي پوځيان په ډزو ووژل.

دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې له شاوخوا ۳۵۰ زرو افغان سرتېرو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له وسله والو طالبانو سره جګړه کوي.

وړاندې طالبانو ویلي و چې د افغان ځواکونو د ننه پر بهرنیو ځواکونو د دوی له خوا بریدونه د بهرنیو ځواکونو پروړاندې غوره جګړه ییز تاکتیک دی.

په دا ډول بریدونو کې تر ډېره امریکايي پوځيان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .