د افغانستان او ايران گډه غونډه کابل کې جوړیږي

د خپريدو وخت: 17:45 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

په پام کې ده چې له ايرانه ۳۱کسيز پلاوى کابل ته ولېږدي.

د افغانستان او ايران د گډ کميسون څلورمه غونډه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په مشرۍ د را روانې سې شنبې او چار شنبې په ورځو په پلازمېنه کابل کې جوړېدونکې ده.

سربېره پر يادو شويو وزايرانو به د دواړو هېوادونو يو شمېر نور چارواکي هم گډون وکړي. په پام کې ده چې له ايرانه ۳۱کسيز پلاوى کابل ته ولېږدي.

د غونډې موخه د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي، سوداگريز، کولتوري او نورو اړيکي ټينگول په گوته شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې د دغه کميسون تر جوړېدو وروسته په تېرو کلونو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي ښې شوي دي.

د افغانستان او ايران د گډ کميسيون يعنۍ جرگگۍ څلورمه گډه غونډه د سې شنبې او چارشنبې په ورځو په کابل کې کېدونکې ده.

دا غونډه به د افغانستان او ايران د بهرنيو چارو وزیرانو په مشرۍ تر سره کيږي، خو د دواړهېوادونو يو شمېر نور چارواکي او د ژوندانه د بېلو پوړونو استازي به په دغه ناسته کې گډون وکړي.

هيله ده چې په دې ترڅ کې به ۳۱ کسيز ايرانى پلاوى کابل ته راولېږدي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې د دغې جرگگۍ د جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړي کول دي.

"د گډ کميسون د کار او جوړېدو بنسټيزه موخه په اقتصادي، سوداگريزو، لوړو زده کړو، کولتوري او د لېږد را لېږد په برخو کې همکاري کول او د هغې پياوړتيا ده. سر بېره پر دې قونسلي چارې او نورې برخې هم شته چې افغانستان او ايران يې په اړه گډې همکارۍ لري".

"د گډ کميسون د کار او جوړېدو بنسټيزه موخه په اقتصادي، سوداگريزو، لوړو زده کړو، کولتوري او د لېږد را لېږد په برخو کې همکاري کول او د هغې پياوړتيا ده. "

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى

ښاغلي موسى زي وويل د غونډې په لومړۍ ورځ به ناسته تر سره کيږي په دوېيمه ورځ به گډه اعلاميه خپريږي او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به يوې خبري غونډې ته وينا کوي.

ښاغلي موسى زي وويل له ١٣٨٣ لمريز کال راهيسې چې دا جرگگۍ په کې جوړه شوې ده د افغانستان او ايران ټولې اړيکي له همدې لارې ټينگول کيږي چې په وينا يې ور سره د افغانستان او ايران تر منځ گڼې ستونزې هوارې شوې دي.

خو د سياسي چارو کار پوه فضل الرحمان اوريا وايي د افغانستان او ايران سودگاريزې او نور اړيکي انډول نه لري نو په وينا يې له ايران سره اقتصادي او سوداگريز اړيکي پراخول د افغانستان په گټه نه دي.

د افغانستان او ايران گډه جرگگۍ په ١٣٨٣ لمريز کال کې جوړه شوې وه چې خپله لومړۍ غونډه يې په ايران کې وکړه.

دوېيمه غونډه بيا په ١٣٨٥ لمريز کال کې په کابل کې وشوه، ورپسې غونډه په ١٣٨٩ لمريز کال بيا په تهران کې وشوه چې دا دى د دې لړۍ څلورمه ناسته د را روانې سې شنبې او چار شنبې په ورځو په پلازمېنه کابل کې کېدونکې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .