افغان او بهرنیو ځواکونو ته کلتوري زده کړې ورکول کېږي

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391
ایساف

امريکايي پوځيانو بيا افغان سرتيري سخت دريځي تمبل، نا اهله او په نشو روږدي بللي دي چې دا څيړنه خپله د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ توپيرونه جوتوي.

په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو د سرتيرو په جامو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه ددغه هېواد حکومت او دلته ميشت بهرني ځواکونه دواړه خورا ډير اندېښمن کړي دي، او په گډه يې هڅې پيل کړي چې څنگه ددغه راز بريدونو د گواښ کچه ټيټولى شي.

دې موخې ته د رسېدو په هيله اخیستل شوى وروستي گام دا دى چې افغان او بهرني ځواکونه خپلو سرتيرو ته کلتوري لوستونه پيلوي.

د افغانستان ميشتو ايساف ځواکونو وياند گونټر گټز هيله من دى چې ددغه بهير په بشپړتيا سره به ددغه راز بريدونو کچه ښکته راشي:

''دوه ډوله گامونه دي چې بايد پورته شي، چې يو يې د ايساف او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ استخباراتي او څارگر معلومات شريکول دي.دويمه خبره داده چې ددواړو غاړو کلتوري روزنو ته پياوړتيا بښو، ايساف به يو شمير څارگر هم په دې لړ کې وروزي.

باوري يو موږ چې په دې ترڅ کې کوم گامونه اخستل غواړو دا به پر دې بهير گټور اغيز وکړي، چې پر بهرنيو ځواکونو د افغان سرتيرو د بريدونو د گواښ کچه به ورسره ښکته شي.''

يو شمېر پوځي کارپوهان هم پر دې باور دي چې بهرنيو ځواکونو په تيره لسيزه کې له افغان ځواکونو او ولس سره وړ کلتوري چلند نه دى کړى.

"امريکايي پوځيانو بيا افغان سرتيري سخت دريځي تمبل، نا اهله او په نشو روږدي بللي دي چې دا څيړنه خپله د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ توپيرونه جوتوي."

ددغو کارپوهانو په باور همدغه ټکې لامل شوى دى، چې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د ولس او يو شمير افغان سرتيرو په زړونو کې کرکه پيدا شي، چې په وينا يې دغه کرکه ددې لامل کيږي چې په افغان امنيتي ځواکونو ته پر بهرنيو هغو د بريدونو انگيزه ورکړي.

پوځي کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل له همدې ډلې دى:

غرور

''لس یوولس کاله ددې جګړې تېر شول، زموږ توصیه تل بهرنیانو ته دا وه چې تاسې د افغانانو په کلتور، فرهنګ، مذهب او دین تېری مه کوﺉ، افغانان له دې ډېره بده مني، او حتماً یې غچ اخلي. تاسې پر کورونو مه ورننوځئ خلک په سپیو مه تلاشي کوﺉ، ښځې او سپین ږیري مه ازاروﺉ، دا ټول په افغانانو ښه نه لګېږي. دویم دا چې کله تاسې له یوه افغان افسر سره مخامخېږﺉ، له خپل غرور څخه باید راښکته شئ، ځکه چې دلته غرور په درد نه خوري.''

ولسمشر حامد کرزي هم د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه کې له افغان امنيتي ځواکونو د هغو بريدونو د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه چې افغان سرتيري يې پر خپلو ملگرو او بهرنيو ځواکونو کوي.

ولسمشر ويلي دې موخې ته د رسيدو لپاره بايد داسې لارې غوره شي چې په وينا يې دښمن خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

ددې موخې د پوره کولو لپاره يوۀ داسې کميسیون هم چارې پيل کړي،چې د افغانستان کورنيو چارو وزارت،دفاع وزارت،ملي امينت او ناټو په کې غړيتوب لري.

چارواکي وايي دا ټول به په گډه سره د هغو پريکړو پلي کولو ته لاره هواره کړي،چې پر بنسټ يې د مخالفو وسلوالو د نفوذ مخه نيول کيدى شي.

ولسمشر ويلي دې موخې ته د رسيدو لپاره بايد داسې لارې غوره شي چې په وينا يې دښمن خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

په تپر اگست مياشت کې په دغه هيواد کې اته څلويښت سرتيري وژل شوي دي چې د چارواکو د شميرو له مخه څلورمه برخه يې افغان سرتيرو ويشتلي دي. دغه راز بريدونه چې کيږي تر ډيره د ټولو په اړه د حکومت وسلوال مخالفان وايي چې بريدگر ددوى کس و.

خو يو شمير افغان کارپوهانو به له پخوا وېل چې احساسات او نورې کلتوري او دوديزې خبرې هم ددغو بريدونو لامل گرځيدى شي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جان الن هم ويلي دي چې پنځه ويشت سلنه بريدونه د وسلوالو مخافانو نفوذ ښيي او د نورو تر شا نو لاملونه دي.

هغه څيړنه چې پنتاگون په ٢٠١١ کال کې کړې وه له مخه يې يو شميرافغان سرتيرو بهرني ځواکونه کافر،بې ادبه،بې رحمه او ستغ بللي دي چې په وينا يې د خپلو وسايلو او پرمختللو وسلو تر شا پټ دي.

امريکايي پوځيانو بيا افغان سرتيري سخت دريځي تمبل، نا اهله او په نشو روږدي بللي دي چې دا څيړنه خپله د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ توپيرونه جوتوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .