'د کندوز ناقانونه وسله وال د یوه ځانګړي قوم ځپل غواړي'

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
سیمه ییز پولیس

حکومت د افغانستان په شمال کې د گڼ شمېر ناقانونه وسله والو ډلو د شتون خبره هم کوي، چې ويل کېږي سیمه یيز وگړي يې تر پوزې راوستي دي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې ددغه هيواد په شمال او ځانگړي ډول کندوز او تخار ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنه لري.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي ويلي و چې دغه وسله وال هڅه کوي چې د هېواد په شمال او ځانگړي ډول کندوز ولايت کې د سیمه یيزو پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړي او خپلې ناقانونه کړنې تر دې چتر لاندې تر سره کړي.

اوس د ولسي جرگې يو شمېر استازي همدغه خبره کوي چې گواکې په کندوز ولايت کې پخوانيو ټوپکيانو د سیمه یيزو پوليسو جوړښت ته لاره موندلې او د يوۀ ځانگړي قام سره دښمني پالي.

هم د کندوز د خلکو استازي انجينر کمال وويل چې په کندوز کې د يوه ځانگړي قام پر وړاندې جگړه روانه ده.

د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي بيا د کندوز وروستۍ پېښې ته په اشارې سره وويل چې په کندوز کې پخوانيو ټوپکيانو د سیمه یيزو پوليسو جوړښت ته لاره موندلې.

نوموړي له کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې د کندوز د سیمه یيزو پوليسو په جوړښت کې کارنده بدلونونه راولي.

خو د کورنيو چارو وزارت په اډانه کې د سیمه یيزو پوليسو قومندان علي شاه احمدزي وويل کومو کسانو چې په کندوز ولايت کې ١٢ سیمه یيز وگړي وژلي، ناقانونه وسله وال دي او له سیمه یيزو پوليسو سره هېڅ راز تړاو نه لري.

"اوسمهال افغانستان تر ۱۷ زرو ډېر سیمه ییز پوليس لري او په پام کې ده چې تر راروانه کاله دا شمېره ٣٠ زرو ته پورته کړل شي."

مشرانو جرگې چې د کندوز د پېښې په اړه کومه رسنيزه خبرتيا خپره کړې ده، په هغې کې هم ياده شوې پېښه د اسلام، کلتور او قامي ورورولۍ خلاف بلل شوې او په کې ويل شوي چې د افغانستان قامونو په تېر کې په ورورگلوۍ او سولې سره ژوند کړى دى.

مشرانو جرگې هم منلې ده چې په کندوز کې د قامي احساساتو له پارولو ناوړه گټه پورته کړل شوې. جرگې له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملان ونيسي او سزا يې کړي.

۱۷ زره سیمه ییز پولیس

اوسمهال افغانستان تر ۱۷ زرو ډېر سیمه ییز پوليس لري او په پام کې ده چې تر راروانه کاله دا شمېره ٣٠ زرو ته پورته کړل شي.

په وروستيو کې ناټو هم ويلي دي چې د زرو کسو سیمه یيزو پوليسو د روزنې بهير يې په دې موخه درولې دى چې په وينا يې وسله وال مخالفان ورته لاره پيدا نه کړي.

خو بل پلو حکومت د افغانستان په شمال کې د گڼ شمېر ناقانونه وسله والو ډلو د شتون خبره هم کوي، چې ويل کېږي سیمه یيز وگړي يې تر پوزې راوستي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .