د جنازې پر مهال ځانمرکي برید ګڼ ولسي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 11:58 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ځانمرګي برید ۲۵ ولسي وګړي وژلي او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالله ستانکزي بي بي سي ته وویل، برید ددور بابا ولسوالۍ په تور لاله هدیره کې د یوه قومي سپین ږیري د جنازې پرمهال شوی دی.

نوموړی وايي، ځانمرګی برید په هدیره کې د یوه مړي د خښېدو د مراسمو پرمهال شوی، چې په وینا یې د دور بابا ولسوال همېشه ګل شینواری او د هغه دوه ساتونکي هم په کې ټپیان شوي دي.

امنیه قومندان وویل، چې جنازه د یوه عادي سړي وه.

ټپيان د شينوارو د غني خېلو ولسوالۍ ته وړل شوي.

وسله والو طالبانو په دې برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل :''برید کوونکی د خلکو په منځ کې روان و، چې ناڅاپه یې ځان وچووه. برید کوونکی د دور بابا د ولسوال له لوري وپېژندل شو، خو مخکې له دې چې ونیول شي، په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول. هرې خوا ته مړي او د انسانانو غړي پراته وو.''

یوه بل عیني شاهد بي بي سي ته وویل، برید کوونکي د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې ځان والوځاوه، چې په وینا یې ''یوه کس چیغې کړې، چې ځانمرګی برید کوونکی دی. له همدې سره چاودنه وشوه، کله چې په هوښ کې راغلم، هرې خوا ته مې مړي او وینې ولیدې.''

دور بابا ولسوالي د پاکستان له سرحد سره نژدې موقعیت لري، چې نسبتاً یې تر نورو ولسوالیو امنیت ښه دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .