کابل کې تر ځمکه لاندې اوبه په کمېدو دي

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
اوبه

ماهرین وايي، وېره ده چې دغه ستونزه په کابل سربېره په نورو سیمو کې هم راپورته شي.

ژوند او سمسورتیا په اوبو ده، خو په پلازمېنه کابل کې د څښاک د اوبو لږوالی اوس په یوه جدي ستونزه اوښتی، ان تر دې، چې خلک يي د پېسو په بدل کې ترلاسه کوي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولین د دغو اند ېښنو لامل په کابل ښار کې د مېنو لپاره د ډېرو ژورو څاګانو کیندل او له هغې څخه ناسمه ګټه اخیستنه په ګوته کوي.

خو دغه اداره ټینګار کوي، چې د یادې ستونزې د حل لارې د موندلو لپاره يي هڅې پیل کړي دي. بل لور ته یوشمېر افغان کارپوهان په دې باور دي، چې دا ډول ژمنې عملي بڼه نه لري.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال انجنیر غلام محمدملکیار خبرداری ورکوي، چې دا یوازې کابل ښار نه دی، چې په راتلونکو کلونو کې به د اوبو له نشتوالي سره مخامخ شي، بلکې دغه ستونزه به د هېواد په نورو ښارونو کې هم راپورته شي.

یو شمېرداسې خلک هم شته، چې د اوبو د نشتوالی ترڅنګ د پېسو له لږوالي سره هم مخامخ دي، نو ځکه خو د خپلې اړتیا وړ اوبه د څارویو په مرسته له لرې ځایونو پوره کوي.

د چاپېریال ساتنې د ادارې چارواکي همداراز د اوبو د خوندي کولو د پروګرامونو زېری هم ورکوي. د یادې ادارې مسلکي مرستیال انجنیرغلام محمد ملکیار وايي.

"په غیرپلانې سیمو کې له اوبو ناسمه ګټه پورته کیږي، چې دغه کار هم اوبه کموي او هم د اوبو د ککړوالي لامل کیږي. "

غلام محمد ملکیار

یوازې د اوبو نشتوالی نه دی، چې خلک يي اندېښمن کړي، بلکې د اوبو ککړتیا بله هغه ستونزه ده، چې کابل ښاریان ورسره لاس او ګرېوان دي.

افغان کتونکی انجنیر شاه حسین عثمانزی وايي، په افغان دولت کې داسې وړتیا نه شته، چې د اوبو اوسنۍ ستونزې ته دې د حل لار ومومي.

په دې وروستیو کلونو د نوې تکنالوژۍ په راتګ سره د اوبو د لګښت کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې، چې ځینې کابل ښاریان دغه ستونزه په نویو ودانو شویو مېنو پورې تړلې بولي. خو د دوﺉ په وینا دا د افغان دولت دنده ده، چې د ډېرو ژورو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .