افغانستان د ایران له بندره ګټه اخیستی شي

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د خپلې وسې تر کچې له افغانستان سره د امنیت او اقتصادي پرمختیا په برخو کې مرسته کوي او سمندر ته د رسېدلو لپاره به د افغانستان لاره اواره کړي.

افغانستان او ایران په اقتصادي، امنیتي، کلتوري او د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو په برخه کې د همکاریو دوه اړخیزه تړون لاسلیک کړ.

په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو څلورمه غونډه د د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه جوړه شوه. دواړه هیوادونه غواړي له دې وروسته د امنیت، اقتصاد او کلتوري چارو په برخو کې زیاته همکاري ولري.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزه همکاریو تړونله دواړو لورو د لسګونو استازو په شتون کې لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د دې تړون لاسلیک له ایران سره د اړیکو د پراخولو په برخه کې ارزښتناک ګام وباله:

ایران ته اړتیا

''د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې دواړه هیوادونه د پام وړ وړتیاوې لري. هیله من یو، چې د ګډې اقتصادې جرګه ګۍ دغونډو په مرسته وکولای شو د شته وو ستونزو په اواره ولو سره پانګونې ته لا ډیره زمینه برابره کړو. همدارنګه افغانستان د خپلې سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې د پراختیا لپاره د چابهار بندر ته ډیر د اهمیت په سترګه ګوري. د کرنې په ګډون په نورو برخو لکه مخابرات او ټکنالوژۍ، په روغتیایې او نورو برخو کې زموږ همکاري شته او افغانستان په دې برخه کې د ایران مرستو ته علاقه لري''.

"موږ له هغو هیوادونو سره، چې بندیزونه یې وضعه کړي، په خبرو کې یوو. خو په دې برخه کې زموږ دریځ روښانه ده، چې د خپلو ملي ګټو پربنسټ کار کوو."

زلمی رسول

ښايي اقتصادي همکاري د دواړو هیوادونولپاره د دغه هوکړه لیک تر ټولو مهمه برخه برخه وي. ځکه ایران د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره د افغانستان په څېر یوه هېواد ته، چې تر ډیره د نور هیوادونو په وارداتو ولاړ دی، اړتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي وايي، د د غه هیواد د چابهار بندر د افغانستان او ایران د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره تر ټولو ښه لاره ده. هغه په خپلو خبرو کې ټټر وواهه، چې افغانان کولای شي، له دغه بندر نه په پراخه کچه ګټه واخلي:

''موږ تمه لرو، هر څومره ژر چې کیږي، زموږ افغان عزیران وکولای شي په پراخه کچه د چابهار له امکاناتو ګټه واخلي. چابهار ستاسې په لاس کې دی او تاسې فکر ونه کړﺉ، چې افغانستان په وچه کې راګیر دی او سمندر ته لاره نه لري. زموږ بندر ستاسې بندر دی. او له دې وروسته به زموږ افغان عزیزان له همدغه بندر څخه په ازاد ډول نورو بندرونو ته لاسرسی ولري''.

افغانستان او ایران پر داسې مهال د خپلو اقتصادي همکاريو دپراختیا خبره کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې امریکا له افغانستانه غوښتنه کړې وه، چې د ایران له ۲۴ مالي شرکتونو او موسسو سره اړیکې پرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د دې تړون لاسلیک له ایران سره د اړیکو د پراخولو په برخه کې ارزښتناک ګام وباله.

او دا هغه څه دي، چې ښایي د سوداګرو په باور د دواړ هېوادونو پر اقصتادي راکړې ورکړې منفي اغېزې پرې باسي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي، چې د امریکا دغې غوښتنې ته به د خپل ملي ګټو پربنسټ ځواب ورکوي:

''موږ له هغو هیوادونو سره، چې بندیزونه یې وضعه کړي، په خبرو کې یوو. خو په دې برخه کې زموږ دریځ روښانه ده، چې د خپلو ملي ګټو پربنسټ کار کوو''.

اوسمهال د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ اقتصادي راکړه ورکړه نژدې یوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي، خو د دواړو هېوادونو ګډو اړتیاوو ته پام سره دغه د سوداګرۍ دغه کچه کافي نه ګڼل کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .