د ښځینه تاوتریخوالي په کمولو کې د کارتوني فلمونو رول

د خپريدو وخت: 05:10 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ډير نا دولتي سازمانونه جوړ شوي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اوس له کارتوني فلمونو او انځورونو هم کار اخیستل کیږي.

دغه کارتوني فلمونه او انځورونه چې ډیری د نالوستو میرمنو لپاره دي هغوی ته لارښونه کوي چې له تاوتریخوالي سره له مخامخ کیدو وروسته باید په خپله سیمه کې شته ښځینه پولیسو ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.

دغه د پوهاوي کمپیان د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او لوی څارنوالی په مرسته پیل شوی دی.

د کمپاین د ګډونوالو په وینا دغه کارتوني فلمونه او انځورونه به د افغانستان په ټولو سیمو کې خپاره شي.

دغه راز د کمپاین ګډونوال له دینې عالمانو هم غوښتنه کوي چې د ښځو د بنسټیزو حقونو په اړه دې خلکو ته پوهاوی ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ډير نا دولتي سازمانونه جوړ شوي او په دې برخه کې په میلیونو ډالر لګیدلي خو په وروستیو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچې پورته کیدو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د پام وړ پایلې یې ندي درلودلي.

په ولسي جرګه کې د ښځو د جرګګۍ مشرې فوزیه کوفي چې د پوهاوي په دغه غوڼدې کې خبرې کولې وویل چې افغانستان اوس هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د نړي په هیوادونو کې د سر ځای لري:

''د شوو پرمختګونو او پانګونو سره سره اوس هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده. او ښځو سره داسې تاوتریخوالی کيږي چې زموږ په دود او تاریخ کې ځای نه لري. د افغانستان په قوانینو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه هر عمل بلل کیږي چې مېرمنو ته فزیکي، رواني او روحي زیان رسوي. مونږ شاهد یو چې هره ورځ د ښځو سره په کورنۍ، دولتي ادارو او ټولنه کې دا ډول تاوتریخوالی کېږي.''

په همدې حال کې د ښځو فعاله فتانه ګیلاني هم دا مني چې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ډیرې پیسې لګول شوي او بیلابیلې ادارې جوړې شوي خو زیاتوي چې مثبته پایلې یې ندي درلودلي.

د اغلې ګیلاني په وینا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید د افغانستان د نالوستو میرمنو او د دغه هیواد په لرو پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي په برخه کې کار وشي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په وروستۍ پیښه کې د افغانستان په کونړ کې یو کس د شبانې په نوم له یوې ۱۷ کلنې نجلۍ وروسته له هغې سر پرې کړ چې د هغې په تیښتونې بریالی نه شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .