لغمان کې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391
لغمان

له سخت اورښت وروسته په لغمان کې سیلاوونه راووتل

په لغمان کې دسيلابونو راوتو دوه ماشومان وژلي، په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه او دهستوګنې لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.

دلغمان ولايت دمرکز په ګډون دوو ولسواليو کې تردوه ساعته سخت ورښت وروسته داسې سيلاوونه راووتل چې دسيمې دوه تنه ماشومان يې ډوب کړي او وژلي دي.

ددغه ولايت وياند سرحدي ځواک وايي، چې دغه ماشومان دالينګار په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ځواک وايي چې پر مرګ ژوبلې سربېره دغو سيلاوونو دسيمې په لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او دهستوګنې په لسګونه کورونه ويجاړ کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .