ادعا شوې چې د بګرام زندان پر چارو توپيرونه لا شته

د خپريدو وخت: 13:45 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

افغان حکومت وايي، د اساسي قانون له مخې هیڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې په افغانستان کې زاندانونه ولري.

په افغانستان کې یوه نړیوال بنسټ په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي، چې د بګرام زندان د لېږد پر سر لا هم د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اختلافات شته دي.

د پرانیستې ټولنې اداره (Open Society) وايي په خپل رپوټ کې یې موندلي چې امریکا غواړي د دغه زندان له لېږد وروسته دوه بلاکونه لا هم د خپلو بندیانو د ساتلو لپاره له ځآن سره وساتي.

ټولنه وايي، د بشپړ زندان نه سپارل د دواړو لوریو د لاسلیک شوي هوکړه لیک او د افغانستان د اساسي قانون خلاف کار دی.

نژدې شپږ میاشتې وړاندې امریکا او افغانستان داسې پرېکړه لیک لاسلیک کړی و چې له مخې به يې ټول هغه زندانونه چې امریکا په کې خپل بندیان ساتي، افغان لوري ته سپاري او دغه نېټه راتلونکې اوونۍ پوره کېدونکې ده.

افغان حکومت وايي، د اساسي قانون له مخې هیڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې په افغانستان کې زاندانونه ولري.

د پرانیسې ټولنې بنسټ (Open Society Organization) شاوخوا په ۷۰ هېوادونو کې د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او د قانون د واکمنۍ په برخه کې کار کوي.

دغې ټولنې په خپل تازه ۳۵ مخه ییز رپوټ کې ویلي چې امریکا غواړي افغان حکومت ته د بګرام زندان له لېږد وروسته د دغه زندان دوه بلاکونه د خپلو زندانیانو د ساتلو لپاره په خپل واک کې وساتي.

په افغانستان کې د پرانیستې ټولنې مشرې نجلا ایوبي بي بي سي ته وویل، د زندان له لېږد وروسته په افغانستان کې د امریکا د زندانو شته والي د اساسي قانون او د واشنګټن او کابل ترمنځ د شوي پرېکړه لیک خلاف کار دی.

نژدې شپږ میاشتې وړاندې امریکا او افغانستان داسې هوکړه لاسلیک کړی و چې له مخې به ټول هغه زندانونه چې امریکا په کې خپل زندانیان ساتي، افغان لوري ته سپاري او دغه نېټه راتلونکې اوونۍ پوره کېدونکې ده.

د پرانیسې ټولنې بنسټ دا هم وايي چې له مارچ میاشتې راهیسې، چې کله دغه هوکړه لیک لاسلیک شوی، بهرنیو ځواکونو نژدې ۶۰۰ افغانان زنداني کړي او د دې پرځای چې د پرېکړه لیک له مخې یې افغان لوري ته سپارلي وای هغوی یې په خپلو زندانونو کې ساتلي دي.

په همدې حال کې پر اساسي قانون د څارکمیسیون وايي، له ټاکل شوې موې وروسته د بهرنیانو له خوا په افغانستان د یوه زانداني ساتل د افغانستان له اساسي قانونه سرغړونه ده.

د دغه کمیسیون مشر، قاضی ګل رحمان وايي، امریکا باید د شوي پریکړه لیک درناوی وکړي.

د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ زندانیان له دغه زندان نه افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په بګرام زندان کې د لسګونو پاکستانیانو په ګډون سلګونه افغانان بندیان د بهرنیانو له خوا ساتل کیږي.

دا زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .