خوارځواکي هره ورځ ٢٧٥ افغان ماشومان وژني

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

په رپوټ کې راغلي چې په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو کښته دي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان د دولت له لوري په تر سره شوې یوې سروې کې راغلي چې د دغه هېواد په سوېل کې په هرو دریو کوچیانو کې یو يې خوارځواک دی.

دا شمېرې ښيي سره له دې چې د طالبانو د را پرځېدو را وروسته افغانستان ته په میلیاردونه ډالر لېږل شوي په دغه هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره هغسې ګامونه نه دي اخیستل شوي لکه چې په کار دي.

دغه سروې چې ګڼو مسایلو ته په کې پام شوی دی وايي شاوخوا ۱۸ ٪ ماشومان چې شمېر يې یو میلیون کيږي په ټول افغانستان کې له خوارځواکۍ ځورېږي.

دغه سروې چې د ۲۰۱۰ کال له اکټوبره تر ۲۰۱۱ مۍ میاشتې پورې تر سره شوې وايي له دغه اړخه د افغانستان سوېل خورا ځپل شوی دی.

سروې زیاتوي چې هلته د تېرو ۱۰کلونو راهیسې نا امني د هېواد د نورو برخو په پرتله ډېره وه د ماشومانو د خوارځواکۍ شمېر شاوخوا ۲۹، ۵ ٪ ته رسېږي.

په رپوټ کې راغلي چې په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو کښته دي.

دغه سروې په سوېل کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د ډېر شمېر دلیل هلته د نا امنۍ له امله د مرستندویه ټولنو نه فعالیت او روغتیايي مرکزونو ته د زیات شمېر وګړو نه لاس رسی په ګوته کوي.

د ماشومانو د ژغورنې د مرستندویه ټولنې (Save the Children) یوې ویاندې کرېستین روهرس (Christine Roehrs ) د اې اف پي (AFP) خبري اژانس ته ويلي چې د خوارځواکۍ موضوع دواړو هم افغان دولت او د هم نړیوالو مرستندیه ټولنو له پامه غورځولې او دا به د هېواد د راتلونکي لپاره یوه لویه ننګونه وي.

مېرمن روهرس (Christine Roehrs) وايي په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه لومړنۍ سروې په ۲۰۰۴ کال کې تر سره شوې او اوسنۍ شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې خوارځواکي اوس هم هغومره ډېره ده لکه چې هغه وخت وه.

مېرمن روهرس زیاتوي هره ورځ په افغانستان کې ۲۷۵ ماشومان تر خپلې پنځمې کلیزې وړاندې د داسې ناروغيو له امله مري چې چې درملنه يې شونې ده.

نوموړې وايي په دې برخه کې باید له مېندو او پلرونو سره کار وشي او په دې پوه شي چې څنګه کولای شي خپلو اولادونو ته ښه خواړه ورکړي.

دا وايي په افغانستان کې تر ډېره ماشومانو ته یوازې تورې چای او ډوډۍ ورکول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .