کندهار کې ٧٥% ماشومان ښوونځي ته نه ځي

د خپريدو وخت: 13:49 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

په کندهار کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې له هغو لا تر اوسه ١٠٠ تړلي دي.

د افغانستان په جنگ ځپلي ولايت کندهار کې له هرو څلورو هغو ماشومانو چې بايد ښوونځي ته ولاړ شي يوازې يو ورځي.

د رسمي شمېرو تر مخه شاوخوا ٣٥ زره ماشومان په کندهار کې لومړي ټولگي ته داخل شوي دي او ټول ټال ١٧٢ زره ماشومان په ټول ولايت کې ښوونځيو ته ځي.

د کندهار ولايت وياند جاويد فيصل بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې درې کاله وړاندې يوازې پنځه زره ماشومان په دغه ولايت کې لومړي ټولگي کې شامل شوي وو چې هغو شمېرو ته په پام سره اوس "ډېر پرمختگ" شوى دى.

ښاغلى فيصل وايي له نا امنيو سره جوخت د ځينو ميندو پلرونو له خوا له تعليم سره د مينې نشتوالى او بې وزلي هغه لوى دلايل دي چې د کندهار شاوخوا ٢٠٠ زره ماشومان ښوونځي ته نه دي داخل شوي.

په کندهار کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې له هغو لا تر اوسه ١٠٠ تړلي دي.

ځايي مسوولين وايي په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو او خپله کندهار ښار کې ټول ښوونځي پرانيستي دي خو په نورو سيمو کې کيسه بله ده.

افغان چارواکي مني چې لا هم په افغانستان کې شاوخوا ٥٠٠ ښوونځي تړلي دي چې ډېره برخه يې په سويلي ولايتونو کې دي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال اصف ننگ د بي بي سي پښتو ستاسو غږ خپرونې ته وويل چې د کندهار په گاونډ هلمند کې له ٣٥٠ ښوونځيو څخه ٢٠٠ د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

ښاغلي ننگ پر خلکو غږ وکړ چې د ده په وينا اراده وکړي او خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

په روانه اوونۍ کې د ښوونې او روزنې له وزارت سره تر ٣٠٠ ميليونو ډالرو د ډېرو مرستو اعلان وشو چې چارواکي يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو، د ښوونيز سيستم د کيفيت په ښه کولو او د ښوونکو پر روزنې لگوي

ځينې خلک د تعليم نشتوالى د جگړې له نه ختمېدا سره تړلي او وايي تر هغو چې په جنگ ځپلو ولايتونو کې خلک او چارواکي تعليم ته مخه نه کړي د سولې هيله ژر ناممکنه برېښي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .