فهیم په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو شک وښود

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391
قسیم فهیم

محمد قسيم فهيم چې د شهيد اوونۍ د مراسمو پر مهال يې يوې غونډې ته خبرې کولې د سولې په تړاو د افغانستان د پخواني دريځ په توپير څرګندونې وکړې.

د افغانستان په حکومتي مشرتابه کې دويم ځواکمن کس پر را روانو ولسمشريزو ټاکنو شک ښودلى چې سمې دې ترسره شي.

قسيم فهيم په کابل کې د سياسي مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال ومنله چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنيتي حالت د ويجاړېدو اندېښنې شته چې د رڼو او د ټول هېواد په کچه ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول گرانوي او په کار ده چې په گډه "يوه پرېکړه" وشي.

ښاغلي فهيم دغه راز د اردو او پوليسو د ناکامۍ په صورت کې، د هغه چا د چمتو کېدو غوښتنه وکړه چې دى ورته "مجاهدين" وايي.

په غونډه کې چې د شمالي ټلوالې د قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو پر کاليزه جوړه شوې وه، له طالبانو سره د سوله ييزو خبرو برى هم تر پوښتنې لاندې راغى.

ښاغلي فهيم د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان پر امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده ويې ويل که نړېواله ټولنه د افغان ځواکونو ملاتړ ونه کړي ستونزې زياتېږي.

ده په زغرده وويل که امنيتي وضعيت همداسې او يا هم له دې نور خراب شي فکر نه کوي سالم، شفاف او داسې انتخابات وشي چې ټول خلک په کې ونډه واخلي:

''زما په اند په دې وضعيت کې چې اوس موږ په کې يو او يا خدای مه کړه په افغانستان کې امنيتي وضعيت تر دې هم بدتر شي، زما باور نه راځي چې موږ دې سالم، شفاف او داسې ټاکنې ولرو چې په هغه کې د افغانستان ټول خلک په پراخه کچه د افغانستان ټولو خلکو برخه اخيستي وي او ګډون دې کړی وي.''

ده پر نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې افغان امنيتي ځواکونو په وسلو سنبال او ملاتړ يې وکړي او دغه راز يې د افغانستان له سياسي، مدني، حکومتي او نا حکومتي ادارو وغوښتل چې له دوی ملاتړ وکړي.

''د شهيدانو اوونۍ'' د مراسمو ويناوالو چې ډېری يې د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړي دي دا ځل په يوه خوله له وسله والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره له سولې وړاندې هغوی ته د خپل زور ښوولو خبره کوله.

د نړیوالو تېروتنې

قسیم فهیم په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بيا راټوکېدو يو لامل د افغانستان د اردو له ليکو د پخوانيو سرتېرو او د مجاهدينو شړل ياد کړل او په دې برخه کې يې د نړیوالې ټولنې د تېروتنو يادونه وکړه.

افغان حکومت ته د دوی سپارښتنه دا وه چې تر هغه دې وسله والو طالبانو ته د سولې لاس نه ورغځوي چې د زور له لارې پرې لاسبری نه وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي بيا بيا له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې په بهير ور ګډ، خو طالبانو دغه غوښتنه تر اوسه رد کړې ده.

د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال که څه هم پر سوله ټينګار کاوه، خو يې ويل له وسله والو طالبانو سره د پخلاينې خبرې بايد له پياوړي دريځه وشي، چې د ده په ټکو يوازې همدا پايلې لرلی شي:

''سوله يوه داعيه ده، خو سوله په کومو حالاتو کې، موږ سوله غواړو، خو هغه مهال سولې ته امېدوار کېدای شو چې د افغانستان حکومت په پوځي، د جګړې په ميدان او شته کشمکش کې لاسبری وي. هغه مهال چې موږ لاسبري يو او سوله غواړو، او دولت په يوه قوت سوله وغواړي نو هغه مهال سوله نتيجه ورکولی شي.''

محمد قسيم فهيم دغه راز د وسله والو د مخنيوي او د امنيتي وضعيت په ښه کېدو کې د خلکو پر مرستې ټينګار وکړ چې په خبره يې د هېواد امنيتي حالت کنټرول کړي.

د ښاغلي فهیم پر وینا ګردی مېز

خو ده وويل که د افغانستان امنيتي ځواکونه د حالاتو په کابو کولو کې پاتې راځي، نو پر ځای يې د هېواد د امنيت خوندي کولو لپاره مجاهدين شته دي:

''څه چې زموږ د خلکو لپاره ضرورت دي هغه له افغان امنيتي ځواکونو نه ملاتړ دی. افغان امنيتي ځواکونه داسې روحيه ولري لکه چې جهاديانو له لرله. که د افغانستان امنيتي ځواکونه د دا کار نه شي کولی مجاهدين خو په افغانستان کې ژوندي دي. مجاهدين بايد منظم شي او يو ځل بيا را ولاړ شي او دغه هېواده دفاع وکړي.''

ده په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بيا راټوکېدو يو لامل د افغانستان د اردو له ليکو د پخوانيو سرتېرو او د مجاهدينو شړل ياد کړل او په دې برخه کې يې د نړیوالې ټولنې د تېروتنو يادونه وکړه.

عبد رب الرسول سياف چې د ولسمشر حامد کرزي نژدې متحد پاتې شوی پر حکومت له دې امله نيوکه وکړه چې وسله والو مخالفينو پر وړاندې نرم چلند کاروي.

"زه د دغه مايکروفون له شا درته وايم، غږ درباندې کوم. پنځه کسه د دغو جنايت کارانو چې ځانمرګي راولي او بمونه راوړي او پر ځمکه فساد خپروي، پنځه کسه يې د يوې اوونۍ لپاره د کابل په پنځو دروازو کې وځړوﺉ که بيا مو په کابل کې ځانمرګی وليده، راشئ ما يې په عوض وځړوﺉ."

سیاف

ده چې په دې غونډه کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد تر نورو ويناوالو تنده ژبه کاروله له حکومت نه په ټينګه وغوښتل هغو ته له عبرته ډکه سزا ورکړي چې د ترهګريزو بريدونو په تړاو نيول کېږي:

''ما یې په عوض وځړوﺉ''

''زه د دغه مايکروفون له شا درته وايم، غږ درباندې کوم. پنځه کسه د دغو جنايت کارانو چې ځانمرګي راولي او بمونه راوړي او پر ځمکه فساد خپروي، پنځه کسه يې د يوې اوونۍ لپاره د کابل په پنځو دروازو کې وځړوﺉ که بيا مو په کابل کې ځانمرګی وليده، راشئ ما يې په عوض وځړوﺉ.''

د غونډې ګډونوالو تر ډېره د حکومت نيمګړتياو ته اشاره کوله او د مشرانو جرګې مشر د حکومت او خلکو ترمنځ د اوسني واټن شته والی د واکدارانو د کړنو پايله وبلله .

دوی په يوه خوله له افغانانو غوښتل چې متحد شي او د يوه ښېرازه افغانستان لپاره په ګډه کار وکړي، که نه په وينا يې اوسنی فرصت له لاسه وځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .