هلمند کې چاودنو ۷ کسان وژلي دي

د خپريدو وخت: 12:26 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391
هلمند

نن سهار هم د سړک غاړې یوې چاودنې ددغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې دوې مېرمنې وژلې وې او یوبل ولسې وګړی یې ټپي کړی و.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي ددغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د عامه نظم پنځه سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه ولایت کې دعامه نظم د پنځمې لوا قومندان غلام سخي غفوري وایي چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې ددوی ځواکونه په سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې د سړک غاړې ماین پرې برابر شو.

د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې ددوی یو افسر او څلور ساتنمنان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

که څه هم تردې دمه وسله والو طالبانو ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویل،خو تر ډېره د سړک غاړې ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا د لارو په اوږدو کې اېښودل کېږي.

نن سهار هم د سړک غاړې یوې چاودنې ددغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې دوې مېرمنې وژلې وې او یوبل ولسې وګړی یې ټپي کړی و.

بل خوا، د همدې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د یوه طالب قومندان په ګډون پنځه وسله وال نیول شوي.

د هلمند ولایت امنیتي سلاکار عبدالعلي شمسي وايي، نیول شوی طالب قومندان ملا اختر محمد نومېږي، چې په کولالا هم شهرت لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .