کابل کې ځانمرګي برید ولسي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 08:14 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

د کورنیو چارو ویاند ویلي، داسې ښکاري چې برید کوونکی خپلې موخې ته نه دی رسېدلی.

د افغانستان پلازمېنې کابل په دپلوماتیکه سیمه شش درک کې ځانمرګي برید ولسي وګړي وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي، برید د شنبې په ورځ څه کم دوولس بجې وشو، چې په پایله کې یې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ښاغلي صدیقي د برید پړه د حکومت پر وسله والو مخالفینو واچوله.

د کورنیو چارو ویاند ویلي، داسې ښکاري چې برید کوونکی خپلې موخې ته نه دی رسېدلی.

شش درک د کابل په زړه کې تر نورو سیمو نسبتاً خوندي او دپلوماتیکه سیمه ده، چې تر ډېره د بهرنیو مؤسسو او د بهرنیو ځواکونو اډه په کې ده.

صدیق صدیقي په برید کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو دومره یې وویل، چې په سیمه کې بهرني ځواکونه هم وو.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده، او ادعا کوي چې په دې برید کې یې پنځه مهم امریکایيي استخباراتي افسران وژلي، خو ددې ادعا پخلی چا نه دی کړی.

د طالبانو ادعا

طالبانو ویلي چې د برید هدف یې په سیمه کې د جاسوسۍ د هغه دفتر په نخښه کول و، چې په پټه یې فعالیت کاوه.

دوی ویلي چې دغه دفتر د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) په مالي ملاتړ فعالیتونه کول.

خو په کابل کې د ایساف ځواکونو یوې ویاندې رسنیو ته ویلي، برید تایید کړی، خو وايي چې پلټنې روانې دي.

برید پرداسې ورځ شوی، چې د کابل چارواکو په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، ځینې لویې لارې یې د عادي ترافیک او خلکو په مخ تړلې دي.

نښته

بل خوا، د کابل په لوېديځ پل سرخ (سره پله) په سیمه کې د ځینو هغو ځوانانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته نښته شوې، چې د پخوانیو جګړو د شهیدانو د لمانځنې پرمهال ښار ته راوتلي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د نښتې په اړه خبر دی، خو څوک په کې نه دي خوږ شوي.

خو ځینې ناتایید شوې سرچینې وايي، چې ددغو ځوانانو ترمنځ په نښته کې ځینې کسان ټپیان شوي دي.

صدیق صدیقي وايي، چې سیمې ته امنیتي کسان استول شوي او ځینې شکمن کسان یې نیولي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .