کجکي وال سيمه یيز پوليس غواړي

د خپريدو وخت: 17:38 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي کورنيو چارو وزارت ته يې وړانديز کړی دى چې کجکي ولسوالۍ ته سیمه ییز پوليس ورکړي.

د نا ارامه سوېلي ولايت هلمند د کجکي ولسوالۍ خلک وايي که ولسوالۍ ته يې سيمه یيز پوليس ورکړل شي، پر مختيايي کارونو او په ځانگړي ډول د کجکي برېښنا کوټ بيا رغاونې ته به لاره هواره شي او د برېښنا د توليد کچه به يې لوړه شي.

بله غاړه د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي کورنيو چارو وزارت ته يې وړانديز کړی دى چې کجکي ولسوالۍ ته سیمه ییز پوليس ورکړي.

د کجکي بند اوس مهال ايله ۳۰ مېگا واټه برېښنا توليدوي خو کارپوهان وايي که بيا رغاونه يې ترسره شي دا کچه به ۱۵۰ميگا واټو ته پورته شي.

داسې انگېرل کيږي چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې سیمه ییزو پوليسو گټور اغېز نه دى کړى او لا يې پسې ستونزې او خنډونه راپورته کړې دي.

خو د يو شمېر ولايتونو په اړه بيا ويل کيږي چې سیمه ییز پوليس په کې اغېز ناک پريوتي او د امنيت په راوستلو سره يې بيا رغاونې او نورو پرمختيايي چارو ته لاره پرانیستې ده.

سويلي ولايت هلمند په همدغه نوملړ کې راځي.

اوس د دغه ولايت د کجکي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوى سيمې ته دې هم سيمه یيز پوليس ورکړل شي چې په ټوله کې پرمختيايي چارو او په ځانگړي ډول د کجکي برېښنا کوټ بيا رغاونې ته لاره هواره شي.

دغه کسان وايي که پر سیمه ییزو پوليسو نيوکې کيږي نو هغه خو وايي پر ملي پوليسو هم کېدى شي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو د کجکي ولسوالۍ د وگړو خبرې کره وبللې او و يې ويل چې په رښتيا هم په هلمند کې سیمه ییز پوليس اغېز ناک وو.

د کجکي اوسېدونکي پرمختيايي چارو او هلته د شته برېښنا کوټ د بيارغاونې د امنيت لپاره سیمه ییز پوليس غواړي.

د هلمند د والي د دفتر مشر محمد لعل احمدي بي بي سي ته وويل کورنيو چارو وزارت ته يې وړانديز کړى دى چې کجکي ولسوالۍ ته سیمه ییز پوليس وټاکي.

د کجکي اوسېدونکي پرمختيايي چارو او هلته د شته برېښنا کوټ د بيارغاونې د امنيت لپاره سیمه ییز پوليس غواړي.

دغه برېښنا کوټ اوس مهال ايله ۳۰ مېگا واټه برېښنا توليدوي خو کارپوهان وايي که بيا رغاونه يې وشي د برېښنا کچه به يې هم ۱۵۰ مېگا واټو ته پورته شي.

په تېره لسيزه کې افغان حکومت په پرلپسې ډول د دغه برېښنا کوټ د بيا رغاونې ژمنې کړي چې لا پوره شوې نه دي.

د امريکا متحدو ايالتونو هم په دې وروستيو کې ويلي و چې د ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه به پر کجکي برېښنا کوټ ۴۷۱ ميلیونه ډالره ولگوي خو د نا امنۍ د اندېښنو يادونه يې هم کړې ده.

څو کاله مخکې هلمند مېشتو بريتانوي ځواکونو په ستونزو او نښتو سره کجکي ته بل توربين هم ولېږداوه خو ځاى يې ونه نيو.

د کجکي برېښنا کوټ د بنسټ ډبره شاوخوا شپېته کاله مخکې د د داود خان د صدارت پر مهال اېښودل شوې وه چې د امريکا د متحدو ايالتونو سره د يوه تړون په پايله کې جوړ شو.

خو د دريو لسيزو په جگړو کې دغه برېښنا کوټ ته هم زيانونه وا وښتل او د برېښنا د توليد کچه يې کښته راغله.

د دغه برېښنا کوټ د جوړولو پر مهال اټکل دا و چې په بشپړېدو سره به يې له يوه اړخه سوېلي ولايتونو ته برېښنا ورکړل شي او بله غاړه به د هلمند پراخې دښتې کرکيلې ته برا برې کړي چې د دريو لسيزو جگړو د دې خوب تعبير نيمگړى کړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .