اندونیزیا کې ۵۴ افغانان له ډوبېدا ژغورل شوي

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391
afghanistan_immigrant_in_indonesia

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي.

افغان حکومت وايي د اندونيزيا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ د ژغورل شويو ۵۵ کسانو له ډلې ۵۴ يې افغانان دي.

دغه کښتۍ چې غير قانوني کډوال په کې وو له اندونيزيا نه د اسټراليا په لوري روانه وه، چې تېره اوونۍ ډوبه شوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغلته د افغانستان سفارت او اندونيزيايي حکومت د ژغورل شويو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي دي.

د دغه وزارت وياند جانان موسی زی وايي په دغو ۵۴ ژغورل شويو افغانانو کې دوه ښځې او يو ماشوم هم شامل دي:

''د وروستيو راپورونو پر بنسټ چې د اندونيزيا په جاکارتا کې د افغانستان له سفارت نه موږ ته رارسېدلي، د اندونيزيا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د ۵۵ ژغورل شويو له ډلې ۵۴ يې افغانان دي چې هويت يې هم تثبيت شوی دی. په دوی کې يو ماشوم او دوه ښځې هم دي.''

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي، او ګڼ ناقانونه کډوال اندونیزیايي بشري قاچاق وړونکو ته هلته د رسېدو په موخه پیسې ورکوي.

د روان ۲۰۱۲ د اپریل په لومړیو کې اندونیزیا ویلي وو هغه ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا ژغورلي، چې اندونیزیا ته په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو. دوی وايي چې ددغو کډوالو کښتۍ سورۍ شوې وه.

او په تېره جنورۍ کې هم اندونیزیا وویل چې پلازمېنې جاکارتا ته څېرمه یې نژدې ۸۰ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .