شپې پوهنځيو لپاره کانکور ازموينه واخیستل شوه

د خپريدو وخت: 18:04 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د افغانستان په پنځو ښوونيزو حوزو کې د شپې پوهنځيو کانکور ازموينه واخیستل شوه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ازموينو د څانگې مشر پوهاند گل نظير نظيمې وايي چې شاوخوا ۳۰۰۰ نارينه او ښځينه زده کونکو په دغه ازموينه کې ونډه واخیسته چې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه به يې پوهنتوني زده کړو ته لاره بيامومي.

ټاکل شوې ده چې د ازموينو پايلې درې ورځې وروسته جوتې شي.

تر دې مخکې په کابل کې نژدې ۸۰۰۰ کسانو شپې پوهنځيو ته کانکور ازموينه ورکړې وه چې څه باندې ۲۰۰۰ يې پوهنتون ته لاره ومونده.

دا دی په کابل پسې په نورو پنځو ښوونيزو حوزو کې شپې پوهنځیو ته د لار موندنې کانکور ازموينه واخیستل شوه.

اړوند چارواکي وايي چې په خوست، کندهار، کندز، بغلان او فارياب ولايتونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ازموينه ورکړه چې له دې ټولگې څخه به شاوخوا ۲۰۰۰ کسان پوهنتوني زده کړو ته لاره پیدا کړې.

د افغانستان د لوړو زده کړو د ازموينو د جرگگۍ مشر پوهاند گل نظير نظيمي د هر ولايت د نارينه او ښځينه گډونوالو شمېرې جوتې کړې.

ښاغلي نظيمي وويل په ننگرهار او باميان ولايتونو کې تر دې مهاله د شپې پوهنځيو کانکور ازموينه نه ده اخیستل شوې خو وايي په نژدې راتلونکي کې به دا چاره تر سره شي.

په کوم ولايت کې چې گډونوال ازموينه ورکړي، د چارواکو وينا ده چې هم هلته به پوهنتون کې زده کړه هم کوي.

تر دې مخکې په کابل ولايت کې له نژدې ۸۰۰۰ کسانو څخه د شپې پوهنځي ازموينه اخیستل شوې او په دې ترڅ کې ۲۲۰۰ کسانو پوهنتون ته لاره کړې ده.

تر ډېرههغه خلک شپې پوهنځيو ته مخه کوي چې د ورځې له خوا حکومتي او نا حکومتي بنسټونو سره کارکوي او غواړي چې د شپې له خوا لوړې زده کړې وکړي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .