بګرام زندان، که د 'افغانستان ګوانتانامو'

د خپريدو وخت: 11:26 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

دغه زندان، چې نن یې پشپړې واګې افغانانو ته وسپارل شوې، شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیان لري، چې نژدې ۵۰ تنه یې بهرنیان دي.

د بګرام زندان، چې د کابل شمال ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی د ځینو افغانانو په منځ کې د 'افغانستان ګوانتانامو' په زندان هم شهرت لري.

په دغه زندان کې له بندیانو سره د ناوړ چلند راپورونه هم کله نا کله ورکول کېدل.

له بګرام زندان نه خوشي شوو یو شمېر زندانیانو او د بشري حقونو ځینو ډلو بي بي سي ته ویلي، چې د زندانیانو د نیولو او تحقيق پرمهال له هغوی سره ناوړه سلوک هم شوی دی.

کلېکاږل د بګرام زندان سپارلو مراسم- انځورونه

ولسمشر اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ژمنه کړې وه، چې په دغه زندان کې به شکنجو ته د پای ټکی ږدي، خو د ځینو راپورونو له مخې لاهم په دغه زندان کې جسمي او روحي ځورونې روانې وې.

کله، چې په ۲۰۰۰ لومړي کال امریکا پر افغانستان بریدو وکړ، په بګرام کې یې پوځي تاسیسات جوړ کړل او په همدغه کال کې د تورنو کسانو د ساتلو په موخه د بګرام لوی زندان هم جوړ کړ، چې په افغانستان دامریکا تر ټولو لوی زندان بلل کېده.

د پروان زندان

د دغه زندان نوې ودانۍ په ۲۰۱۰ کال د پروان زندان په نوم ونومول شوه، او ښایې د نوم د بدلېدو یو لامل به یې دا وه، چې دغه زندان د خلکو په ذهنونو کې خورا بد نوم درلوده.

دغه زندان د امریکایانو د هواي اډې په منځ کې پروت دی.

په ۲۰۰۲ کال کې له دغه زندان نه د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپورهم ورکړل شوي وو.

دغه زندان په ګوانتانامو کې د امریکايي او په عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل شوی دی.

سره له دې، چې د دغه زندان امنیت خورا ټینګ دی، خو بیا هم د ۲۰۰۲ کال په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان هم تښیدلي دي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهمې او پېژندل شوې څېرې لکه ملا عبدالسلام ضعیف، د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، وکیل احمد متوکل او د حزب اسلامي مهم کسان لکه غیرت بهیر او نور هم په دغه زندان ساتل شوي دي.

او تر ټولو جالبه خو لا دا چې له دغه زندانه تورن کسان د ګوانتانامو په څېر زندان ته هم لېږدول شوي دي.

دغه زندان، چې نن یې پشپړې واګې افغانانو ته وسپارل شوې، شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیان لري، چې نژدې ۵۰ تنه یې بهرنیان دي.

'د افغانستان ګوانتانامو'

د بګرام زندان، چې د کابل شمال ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی د ځینو افغانانو په منځ کې د 'افغانستان ګوانتانامو' په زندان هم شهرت لري.

په دغه زندان کې له بندیانو سره د ناوړ چلند راپورونه هم کله -نا کله ورکول کېدل.

له باګرام زندان نه خوشي شوو یو شمېر زندانیانو او د بشري حقونو ځینو ډلو بي بي سي ته ویلي، چې د زندانیانو د نیولو او تحقيق پرمهال له هغوی سره ناوړه سلوک هم شوی دی.

"په ۲۰۰۲ کال کې له دغه زندان نه د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور هم ورکړل شوي و."

ولسمشر اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ژمنه کړې وه، چې په دغه زندان کې به شکنجو ته د پای ټکی ږدي خو د ځینو راپورونو له مخې لاهم په دغه زندان کې جسمي او روحي ځورونې روانې وې.

کله، چې په ۲۰۰۰ لومړي کال امریکا پر افغانستان بریدو وکړ، په بګرام کې یې پوځي تاسیسات جوړ کړل او په همدغه کال کې د تورنو کسانو د ساتلو په موخه د بګرام لوی زندان هم جوړ کړ، چې په افغانستان د امریکا تر ټولو لوی زندان بلل کېده.

د دغه زندان نوې ودانۍ په ۲۰۱۰ کال د پروان زندان په نوم ونومول شوه، او ښایي د نوم د بدلېدو یو لامل به یې دا و، چې دغه زندان د خلکو په ذهنونو کې خورا بد نوم درلوده.

دغه زندان ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه هوايي اډه هم پرته ده.

په ۲۰۰۲ کال کې له دغه زندان نه د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور هم ورکړل شوي و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .