پارلمان ته ۳ نوماند وزیران او د ملي امنیت رییس ورمعرفي شول

د خپريدو وخت: 11:36 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

هر معرفي شوی چارواکی باید لږترلږه د ولسي جرګې د نیمايي غړو رایې خپلې کړي.

د افغانستان ولسي جرګې ته درې نوماند وزیران او د ملي امنیت ریاست ته نومول شوی رییس وروپېژندل شول.

د ولسمشر حامد کرزي له لوري بسم الله محمدي د دفاع وزارت، مجتبی پتنګ د کورنیو چارو وزارت او حاجي دین محمد د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او اسدالله خالد د ملي امنیت ریاست ته نومول شوي او جرګې ته وروپېژندل شول.

ددغو نوماندو وزیرانو او رییس د معرفي کولو لپاره د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم هم ولسي جرګې ته ورغلی و.

نوموړي تمه وښوده چې دغه نوماند وزیران د ولسي استازو رایه ترلاسه کړي:

''د ولس استازو تاسو بشپړ صلاحیت لرﺉ، چې دغو نوماندانو ته د تایید رایه ورکړﺉ او په دندو یې وګومارﺉ او دغه راز تاسو واک او اختیار لرﺉ چې دوی ته د تایید رایه ور نه کړﺉ.''

په دغو کسانو کې اسدالله خالد د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر، بسم الله محمدي د کورنیو چارو مخکنی وزیر هم پاتې شوي دي.

تېره اوونۍ د ملي امنیت ریاست ته د ښاغلي خالد د نومول کېدا په تړاو د بشري حقونو ځینو سازمانونو اعلامیه خپره کړه او له کرزي یې وغوښتل چې نوموړی دغه ریاست ته ونه نوموي.

د بشري حقونو ځینو فعالینو ویلي وو چې ښاغلي خالد په کندهار کې د والي په توګه د خپلې دندې پرمهال شخصي زندان درلود او هلته ځینې کسان پکې بندي کړي وو.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ولسي جرګه د نومول شوو کسانو د اسنادو له ارزونې وروسته هغوی ته د باور رایه ورکوي او یا یې نه ورکوي.

هر معرفي شوی چارواکی باید لږترلږه د ولسي جرګې د نیمايي غړو رایې خپلې کړي.

امکان لري چې پر راتلونکې شنبې (سپتمبر ۱۵) ولسي جرګه دغو نوماندانو ته رایه واچوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .