'طالبانو یوه کال کې کابو نیم میلیارد ډالر راټول کړي'

د خپريدو وخت: 05:22 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391
طالبان

د ملگرو ملتو کارپوهان وايي ټولې شوې پيسې د طالبانو مالي کميسيون ته ورځي او هغوى يې بيا د لگولو ځواب خپلو مشرانو ته ورکوي.

د ملگرو ملتو يو نوى رپوټ وايي طالبانو په تېرو دولسو مياشتو کې نژدې نيم ميليارد ډالره د ماليو، جريمو او بسپنو له لارې ټولې کړې دي.

دا رپوټ چې د بنديزونو کارپوهانود امنيت شورا لپاره چمتو کړى، دغه راز وايي چې طالبانو له هغو پيسو نه چې نړيوالې ټولنې د افغانستان د بيا رغاونې او پرمختگ لپاره ورماتې کړي، سلگونه ميليونه ډالره ځانته وهلې دي.

رپوټ وايي چې په تېر کال کې د ټولو شويو څه باندې څلور سوه ميليونو ډالرو ډېره برخه د طالبانو مشرانو ته لېږل شوې او درېيمه برخه يې په سيمه ييزه کچه عادي طالبانو ته پاتې شوې ده.

د رپوټ چمتو کوونکي وايي چې ماليې د موبايل ټېلېفوني شرکتونو، د کانونو له پروژو، د مالونو له لېږدوونکو لاريو او د بيا رغاونې پروژو له پلي کوونکو اخيستل شوې دي.

د ملگرو ملتو کارپوهان وايي ټولې شوې پيسې د طالبانو مالي کميسيون ته ورځي او هغوى يې بيا د لگولو ځواب خپلو مشرانو ته ورکوي.

د ملگرو ملتو کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو د مالي امکاناتو يوه بله لويه برخې بسپنې او خيراتونه دي چې په عربي نړۍ کې له شيخانو او د سيمې له اسلامپالو راټولېږي.

"په رپوټ کې دغه راز ويل شوي چې له افغانستان سره بهرنۍ پرمختيايي مرسته هم هغوى ته لنگه غوا گرځېدلې چې له هرې پروژې نه يې لسمه يا پنځمه برخه ځانته غواړي. "

مخکې ناټو ويلي و چې د طالبانو له خوا ترسره شوي بريدونه په کال کې له سلو تر يو نيم سل ميليونو ډالرو لگښت لري او پاتې پيسې د بغاوت پر جاري ساتلو لگول کېږي. د طالبانو د ماليې سيستم ډېر ساده دى:

لس په سلو کې له حاصلاتو او دوه نيم په سلو کې له شتمنيو څخه، چې ښايي ځينې يې د زکات په نامه ورکړي.

ډېره ماليه د اپينو له حاصلاتو اخيستل کېږي خو د اوبو او برېښنا پر رسولو هم درنې ماليې لگېدلې دي.

په رپوټ کې دغه راز ويل شوي چې له افغانستان سره بهرنۍ پرمختيايي مرسته هم هغوى ته لنگه غوا گرځېدلې چې له هرې پروژې نه يې لسمه يا پنځمه برخه ځانته غواړي.

په ملگرو ملتو کې د افغانستان سياسي استازۍ ددې رپوټ په غبرگون کې وويل نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې د بنديزو پر سيستم له سره کتنه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .