ایساف: سږ کال دملکي تلفاتو کچه راټیټه شوې ده

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391
ایساف

په پوځي عملیاتو کې د ملکی وګړو وژنه هغه ستونزه ده چې تل یې سخت غبرګونونه پارولی

د بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د افغان ملکی وګړو وژنه هغه ستونزه ده چې تل یې د افغان دولت او خلکو سخت غبرګونونه پارولی او رییس جمهور حامد کرزي تل له ناټو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

خو د عملیاتو په چارو کې د آیساف د عمومي قوماندان عملیاتي مرستیال ډګر جنرال روجر نوبل وايي آیساف د ملکي وګړو ژوند ته پام کړی او هڅه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړي.

ایساف وايي د تېر کال په پرتله سږکال تر اوسه د دوی د ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو کچه درې پنځوس سلنه راټیټه شوې ده.

د عملیاتو په چارو کې د ایساف د عمومي قوماندان عملیاتي مرستیال دغه راز وايي د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو د سږنیو بریدونو په اړه د دوی څیړنې ښیې چې دغه ډول یوازې یو برید له وسلوالو سره د اړوندو کسانو له خوا شوی او د ۲۳ نورو پېښو علت معلوم نه دی.

د ده په وینا د تېر میلادي کال په نږدې نهو میاشتو کې آیساف د ۴۲۶ او مخالفو وسلوالو د ۲۵۹۴ ملکي وګړو د وژنې مسؤولیت په غاړه درلود.

"وسلوالو ۸۱٪ ملکي وګړي وژلي، کیدای شي ا صلي شمېر له دې هم لوړ وي. د ایساف له خوا ۷٪ ملکي وګړي وژل شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۵۳٪ لږوالی ښیي. "

روجر نوبل

خو سږ کال تر اوسه آیساف د ۲۰۲ او مخالف وسلوال د ۲۴۲۹ ملکي وګړو د وژنې مسؤول بلل شوي دي.

جنرال نوبل دغه راز په روان کال کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو د ۳۴ شویو بریدونو په اړه وویل د دوی د څیړنو پایلې ښيې چې یواځې په یوه پیښه کې برید کوونکي له وسلوالو سره لاس درلود. د ده په وینا د ۲۳ نورو پیښو علت له دې امله نامعلوم دی چې برید کوونکي وژل شوی او یا تښتیدلي دی.

د ایساف د عمومي قوماندان مرستیال وايی شپږ بریدونه هغو شکمنو کسانو کړي چې ښايي له وسلوالو سره لاس لري.

ښاغلي نوبل وویل د دوو پیښو لامل شخصي او په دوه کې هغه چا لاس درلود چې کورنۍ یې د وسلوالو له خوا ګواښل شوې وې.

تیره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپل راپور کې ویلي و چې سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله ۱۵٪کمه شوې ده او وسلوال طالبان ملکی وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ۸۰٪ مسؤولیت په غاړه لري.

خو وسلوالو طالبانو د یوناما رد کړی او هغه یې ناسم بللی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .