امريکا د لانجمن فلم له امله له افغانانو زغم وغوښت

د خپريدو وخت: 08:45 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391
اوباما کرزى

ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې د زغم غوښتنه وکړه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر حامد کزري ته ټېلېفون کړى او د اسلام پر ضد له خپرې شوې ويډيو وروسته د رامنځته شوو غوځښتونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو وايي مصر او لیبیا کې تر خونړیو لاریونونو وروسته یې په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته په راتلونکو ورځو کې د ممکنه تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی دى. ناټو وايي دوی خپلو سرتېرو ته ويلي چې تيارسى واوسي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند له دې ټېلېفوني اړيکې وروسته خبريالانو ته وويل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ليبيا کې د امريکايي ډيپلوماتانو په وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړه.

سرچينې زياته کړې چې دواړو مشرانو پر دې ټينګار وکړچې کابل او واشنگټن دې په ګډه له نژدې کار وکړي، چې هغه پېښې چې په ليبيا او مصر کې رامنځته شوې په افغانستان کې رامنځته نه شي.
د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې دا اړيکې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د امنيت د لېږد په اړه د روانو مشورو د لړۍ يوه برخه وه.

"سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما افغان حکومت ته د بګرام د زندان د سپارلو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دوى د افغانستان ملي حاکميت ته احترام کوي."

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو د ليبيا په بن غازي ښار کې د رامنځته شوې پېښې په اړه هم په تفصيل سره خبرې وکړې.

سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما افغان حکومت ته د بګرام د زندان د سپارلو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دوى د افغانستان ملي حاکميت ته احترام کوي.
امريکا د خپرې شوې ويډيو پر وړاندې له افغانانو زغم وغوښت.

د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا او مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د امريکا پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.

په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر وړاندې کلکو غبرګونونو ته په کتلو سره د امريکا سفارت له افغان مشرانو او افغانانو غوښتي، چې په دې اړه له زغم او ارامۍ څخه کار واخلي.

د افغانستان حکومت هم د چارشنبه په ورځ ( د سپتمبر ١٢) د دغه فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى په کلکه غندلى دى.

په ناروې کې د بهرنيو چارو وزارت له رپوټونو سره سم ويلي چې د همدغه فلم له امله ولسمشر کرزي اوسلو ته د جمعې د ورځې سفر وځنډاوۀ.

ويل کيدل چې ولسمشر کرزي به په ناروې له لومړي وزير او نورو چارواکو سره خبرې کولې.

او دواړو هېوادونو به د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليکاوۀ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .