غزني کې ترافیکي پېښې په لسګونو کسان وژلي

د خپريدو وخت: 17:34 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391
ghazni

د سړک د تنګوالي او موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله د کابل کندهار پر لار اکثر دغه ډول پېښې رامنځته کیږي

دغه پېښه جمعه سهار (سپتمبر/۱۴) د غزني د ابند ولسوالي د سپين بند په سيمه کې د يوه ٣٠٣ ډوله بس او د تېلو د یوه ټانکر امله شوې چې په پاېیله کې يې شاو خوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني د ولايتي شورا ریيس عبدالجامع جامع وايي:

"په دې پېښه کې د مړو او ژو بلو کسانو د شمېر په اړه که څه هم کره معلومات نشته خو د ډېروالي دليل يې دا دی چې په ټکر شویو ګاډو کې ناست ډېر کسان سوځېدلي دي".

هغه وايي يوشمېر دولتي چارواکي د پېښې د څېړلو په موخه سيمې ته تللي څو معلومه شي دا پېښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو په عين حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي بيا دتلي فون له لارې بي بي سي ته وويل چې د دواړو موټرو سورلۍ سوځېدلي او هيڅوک هم په کې ژوندي نه دي پاتې شوي.

هغه وايي د ورځې تر ۱۰نيمو بجو پورې ورته هيڅ ډول مرسته ونه رسېده.

د کابل کندهار لويې لارې د تنګوالي او همدا ډول د موټر چلونکو د بې احتياطۍ له کبله ډېرى وخت د داسې پېښو شاهده وه.

د پېښې په اړه به نور جزيات وروسته له بي بي سي راډیو او و ېبپاڼې څخه وړاندې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .