ولسي جرګه: د رایې ورکولو حق مو خوندي دی

د خپريدو وخت: 13:26 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391
parliament

د بښنې نړیواله اداره وايي اسد الله خالد پر بشري حقونو په تیري کولو تورن دی.

ولسي جرګې د بخښنې نړیوال سازمان د هغې غوښتنې په ځواب کې چې تر هغه دې د ملي امنیت ریاست لپاره کاندید اسد الله خالد ته رایه نه ورکوي چې پر ده د لګول شویو تورنو سپیناوی نه وي شوی، وايي د دې تورونو په اړه د جرګې د غړو حق خوندي دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي ښاغلی خالد تورن دی چې کندهار او غزني کې د والي په توګه د دندې پرمهال یې پر بشري حقونو تېری کړی او زندانیان یې کړولي دي.

د دغې ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خالد په غزني او کندهار کې د والي په توګه د دندې پر مهال د زندانیانو په کړولو او د ناقانونه وژنو په یو شمېر پېښو کې ښکېل ګڼل کیږي.

په دغه اعلامیه کې د آسیا فاسیفېک لپاره د دغې نړیوالې ادارې د پروګرامونو مدیر پولي ستراسکوټ له ولسي جرګې غوښتي چې ښاغلي خالد ته د باور رایه ورکول تر هغه وځنډوي چې پر ده د لګول شویو تورونو سپیناوی وشي.

ستراسکوټ وايي د ولسي جرګې غړي باید په څرګندو ټکو له خالده د هغو تورونو په اړه وپوښتي چې ګواکي ده پر بشري حقونو تېری کړی.

اسد الله خالد څلور کاله وړاندې د درې کلونو لپاره د کندهار او له هغه وړاندې د څلورو کلونو لپاره د غزني د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

خو د ولسي جرګې دوېیم منشي فرهاد عظیمي وايي د دا ډول تورنو په اړه د ولسي جرګې د غړو حق خوندي دی.

نوموړی وايي: "د اساسي قانون او داخلي دندو د اصولو پر بنسټ وکیل صاحبان تصمیم نیسي او دا چې دوی د بخښنې نړیوال سازمان له خوا خپور رپوټ په نظر کې نیسي او که نه دا حق د ولسي جرګې غړو ته محفوظ دی".

د ولسي جرګې غړې ارین یون بیا وايي که پر اسد الله خالد د لګول شویو تورنو په اړه اسناد په لاس کې وي نو ولسي جرګې ته دې وړاندې شي.

"بدبختانه ولسي جرګه ځینې وخت دا مسایل په نظر کې نه نیسي او په پټو سترګو او د امتیازاتو په بدل کې بعضې کسانو ته رایه ورکوي."

مېرمن ارین یون

مېرمن یون وايي: "که چېرې داسې کوم سند وي چې اسد الله خالد په تېر وخت د کوم جرم مرتکب شوی وي نو هغه دې ولسي جرګې ته وسپاري موږ به په دې برخه کې جدي اقدام وکړو خو بدبختانه ستونزه دا ده چې موږ سره هیڅ اسناد نه شته. یوازې دوی نه، بلکې نور ډېر چارواکي شته، چې ولسي جرګې ته معرفي شوي دي د هغوی په برخه کې مختلفې ستونزې شته".

هڅه مو وکړه چې د دغو تورونو په اړه د ښاغلي خالد غبرګون هم تر لاسه کړو خو بریالي نه شو.

هغه وړاندې تر دې دا ډول تورونه ناسم او له حقیقته لېرې بللي و.

تېره دوشنبه اسد الله خالد د ملي امنیت د عمومي ریاست او بسم الله محمدي د دفاع او حاجي دین محمد د سرحدونو او قباېیلو چارو وزارتونو د نوماندانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

په پام کې ده چې د شنبې په ورځ دوی درې واړه جرګې ته ورشي، د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي او له هغه وروسته به جرګه د دوی د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .