افغانستان د هټيو لوحې خپلو ژبو ته راگرځوي

د خپريدو وخت: 18:19 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

اړوند چارواکي وايي چې دا گام يې د ولس او خلکو د شکايتونو پر بنسټ پورته کړى دى.

د افغانستان اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې د پخوا په پرتله د دغه هېواد په ښارونو کې د هټيو، هوټلونو، بنسټونو او نورو لوحې معياري شوي او د گاونډيو او نورو هېوادونو د ژبو د اغېز کچه په کمه شوې ده.

خو په پلازمېنه کابل کې بيا ياد شوي وزارت شاوخوا ۱۰ورځې مخکې لوحه لرونکو ته يوه مياشت وخت ورکړ چې خپلې لوحې په معياري رسمي ژبو وليکي.

بله غاړه هغه هټيوال چې د خپلو لوحو په پښتو او درې ژبو کې يې د نورو ژبو او په ځانگړي ډول انگليسي کلمې کارولې دي وايي چې دا ستونزه نه ده ځکه چې وايي اوس خلک پر انگليسي ژبه هم پوهيږي.

خو د ښار اوسېدونکي وايي چې لوحې بايد په معياري پښتو او دري ژبو وليکل شي ځکه چې په وينا يې هر هېواد بايد خپل کولتوري او ژبني ارزښتونه خوندي وساتي.

د افغانستان اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې څو کاله مخکې په افغانستان او ځانگړي ډول هغو ولايتونو کې لوحې پر نورو گاونډيو او نړيوالو ژبو ليکل کېدې چې له نورو هېوادونو سره پر پوله پراته دي خو وايي اوس په پرتليز ډول حالت ښه شوى دى او خلک هڅه کوي چې په رسمي ژبو لوحې وليکي.

خو له يو شمېر سرحدي ولايتونو څخه تر لاسه شوي راپورونه جوتوي چې لا هم هلته په لوحو کې د گاونډيو هېوادونو د ژبو اغېز جوت دى چې سیمه ییز خلک هم ورته د يوه کولتوري يرغل په سترگه گوري او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې سمون راولي.

ښايي د ولس همدغه نيوکې وې چې اطلاعاتو او کولتور وزارت شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې يوه مياشت وخت ورکړ چې د هټيو، هوټلونو او نورو لوحې په رسمي ژبو وليکي او د نورو ژبو کلمات په کې ونه کاروي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت د همدې چارې مخنيوی کول غواړي خو وايي کوم شمېر خلک چې دغه راز کلمې پر خپلو لوحو ليکي نه پوهيږي چې دا خپل هېواد ته د پردي کولتور را لېږدول دي.

اطلاعاتو کولتور وزارت وايي ټولو ته يې يوه مياشت وخت ورکړى دى چې خپلې لوحې په رسمي ژبو وليکي چې ښايي اوس د دې نېټې شاوخوا ۲۰ ورځې پاتې وي.

اړوند چارواکي وايي چې دا گام يې د ولس او خلکو د شکايتونو پر بنسټ پورته کړى دى.

پوښتنه دا ده که د اطلاعات او کولتور وزارت تر ورکړې نېټې وروسته هم نا معياري لوحې د دغه هېواد په ښارونو کې پاتې وي د دوى دوېيم بل گام به څه وي.

اړوند چارواکي وايي چې دا پرېکړه به د نېټې تر پوره کېدو وروسته کوي چې له نا معياري لوحو سره څه وکړي خو هيله ښيي چې هېودوال به خپل کولتور ارزښتمن و بولي او پرته له ستونزې به د دوى سپارښتنې ومني.

له تېرو څلو کلونو راهيسې افغان حکومت د هغو لوحو پر وړاندې مبارزه کړې چې دوى يې د يو شمېر نورو ژبو د کلماتو د گډون له کبله نا معياري او د نورو هېوادونو اغېز بولي خو لا هم دا ستونزه شته و به ګورو چې د اطلاعاتو کولتور وزارت نوې هڅې څه راز اغېز کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .