طالبان: د هلمند برید د سپکوونکي فلم په غبرګون کې وشو

د خپريدو وخت: 01:13 گرینویچ - شنبه‬ 15 سپتمبر 2012 - 25 وږی 1391
شهزاده هاري

دا دوهم ځل دی چې شهزاده هاري په کې افغانستان ته ځي

د امريکا سمندري ځواکونو چارواکي وايي د افغانستان په جنوب کې اورپکيو د نړيوالو ځواکونو پر لويه پوځي اډه بريد کړی چې لږ تر لږه دوه سر تېري په کې وژل شوي او لږ تر لږه ٥ نور په کې ټپيان شوي دي.

دغه بريد په هلمند ولايت کې پر کمپ باسټيان پوځي اډې شوی دی.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل، پر امریکايي او برتانوي سرتېرو یې برید په امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر (ص) ته د جوړ شوي سپکوونکي فلم په غبرګون کې کړی دی.

نوموړی ادعا کوي چې په دې برید کې لږترلږه لسو برید کوونکو ګډون درلود.

لومړني راپورونه وايي بريد کونکي له امنيتي ديوال پوځي اډې ته وراوښتي، د هاوانونو او د اوږي د سر توغندي ويشتونکو په گډون يې په بريد کې بېلا بېلي وسلې کارولې دي.

مظاهرې او تاوتریخوالی

  • سپتمبر ۱۱- قاهره کې د امریکا پر سفارت برید وشو، مظاهره کوونکو د امریکايي بیرغ پرځای خپل بیرغ ودراوه.
  • سپتمبر ۱۱- د لیبیا بنغازي کې مظاهره کوونکو پر امریکايي کونسلګرۍ برید کې د سفیر په ګډون څلور امریکايي دپلوماتان ووژل
  • سپتمبر ۱۳- مظاهره کوونکو د یمن صنعا کې د امریکا د سفارت پر ودانۍ برید وکړ، ورننوتل، او له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شول
  • سپتمبر ۱۴- د سودان خرطوم کې قهرېدلو مظاهره کوونکو پر امریکايي، جرمني او برتانوي سفارتونو بریدونه وکړل، چې په تاوتریخوالي کې یې درې کسه ووژل شول.
  • همدارنګه، لبنان کې هم مظاهرو د یوه کس ژوند واخیست.
  • تونس کې د امریکا پر سفارت برید وشو، په ډزو کې دوه کسان ووژل شول.
  • په قاهره کې د اړدوړ ضد پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په نښته کې یو کس ووژل شول.

يوه چارواکي بي بي سي ته وويل تر اوسه ډېر وختي دى چې ووايي بريد کونکي څوک وو.

د برتانيا شهزاده هاري اوسهمال افغانستان ته د خپلې دوهمې پوځي دورې پر مهال په کمپ بسټيان کې دی.

ناټو رويټرز خبري اژانس ته ويلي بريتانوی شهزاده د بريد پر مهال په کامپ باسټيان پوځي اډه کې و، خو په وينا يې هېڅ په خطر کې نه دی.

داسې وېرې زیاتې شوې چې ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکې به په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښو کې زياتوالی راځي.

په کمپ باسټيان کې د يو شمېر هېوادونو سرتېري مېشت دي.

د جمعې دغه بريد کې د امريکايانو اډه "کمپ ليدرنېک" په نښه شوې وه.

د ناټو په مشرۍ د امنيت مرستندويه نړيولو ځواکونو جګړن مارتن کرايټن بي بي سي ته وويل دغه بريد داسې ښکاری چې اورپکيو کړی وي.

ده وويل: "په بريد کې د ايساف دوه تنه سرتېري وژل شوي، او په دغه کمپ کې د ايساف ځواکونه په ارزونه بوخت دي چې د زيان کچه معلومه کړي".

د کمپ باسټين پراخه پوځي اډه له لوړې کچې امنيت برخمنه ده، او د نړۍ له خورا بوختو هوايي ډګرونو هم بلل کېږي، ځکه چې ګڼ شمې چورلکې او نورې الوتکې په کې ښکته کېږي، او ترې الوتنې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .