لغمان کې د" ایساف بمبارۍ ښځې وژلي دي"

د خپريدو وخت: 10:12 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

ناټو ځواکونو ویلي چې دوی پر اورپکو برید کړی، چې هلته ولسي وګړي نه وو.

د افغانستان د ختيځ ولايت لغمان چارواکي وايي د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې يو شمېر ملکي وګړو ته ددغه ولايت په الينګار سيمه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک بي بي سي ته وويل چې دغه ملکي وګړي غره ته د جلغوزو، خسو او خاشاکو په ټولو پسې تللې وو چې د ايساف ځواکونو له خوا پرې بمبار وشو.

نوموړی زیاتوي چې دغه ولسي وګړي د وسله والو مخالفينو د تعقيب پرمهال بمبار شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

خو ښاغلی ځواک د وژل شوو د کره شمېرې له ښودلو په څنګ تېر شو.

بل خوا، د لغمان د ولايتي شورا يوه غړي ګلزار سنګروال بي سي ته وويل چې په دې بريد کې نهه ښځې وژل شوې او اووه نورې ټپيانې دي.

دى وايي دغه ښځې سهار مهال درې بجې په خسو خاشاکو پسې غره ته تللې وې.

يو ولايتي چارواکو له نوم ښودلو پرته دوژل شويو مېرمنو شمېره اته او د ټپيانو پنځه ياده کړه.

خو د ايساف وياند ميجر ادم ولچک بي بي سي ته ويلي، چې دوې ددوښمن پر جنګيالو بريد کړى چې شاو ٤٥ کسان وو.

"په تېر کې هم د شپنیو عملیاتو پر سر د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي او څو- څو ځلې حامد کرزي ددا ډول عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې ده."

هغه زياتوي د دوی د معلوماتو تر مخه هلته ملکي وګړي نه وو.

ښاغلي ادم ويلي که چېرې، هلته ملکي وګړي وو او تلف شوي وي، نو دوی دا مساله جدي نيسي.

په تېر جون کې ناټو ځواکونو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار کړی و، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږترلږه اتلس کسان وژلي وو.

هغه مهال ناټو په لومړي سر کې ویلي وو چې وژل شوي اورپکي دي، خو بیا وروسته جوته شوه، چې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

'تېری'

د لوګر تر بمبار او ارزونې وروسته، ولسمشر کرزي د لوګر د پېښې له پلټونکي پلاوي سره په کتنه کې وویل، که په راتلونکې کې دا ډول بریدونه تکرار شي، دا به پر افغان خاوره د تېري مانا ولري.

لوګر

په تېر جون کې ناټو ځواکونو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار کړی و، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږترلږه اتلس کسان وژلي وو.

ځینې شنونکي وايي، چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خپلسري عملیات د واشنګټن او کابل ترمنځ د ستراتیژيک تړون خلاف کار دی.

په دغه تړون کې د ولسي وګړو ساتنې او د بهرنیو ځواکونو یو اړخیزه عملیاتو د بندېدلو ټینګار شوی دی.

د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن ویلي وو چې په راتلونکې کې به دا پر ولسي وګړو د بمبار پېښې نه تکرارېږي او مخه به یې ونیوله شي.

په تېر کې هم د شپنیو عملیاتو پر سر د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي او څو- څو ځلې حامد کرزي ددا ډول عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .