افغانستان بیا د امریکايي فلم ضد مظاهرې وکړې

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

کابل کې د سپکوونکي فلم ضد لاریون

د افغانستان پلازمېنې کابل ځینو حکومتي او شخصي پوهنتونونو سلګونه محصلینو امریکا کې د اسلام د پیغمبر په اړه د جوړ شوي فلم په غبرګون کې سوله ییز لاریون وکړ.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ځینو حکومتي او خصوصي پوهنتونونو سلګونه محصلینو د هغه فلم پرضد سوله ییزه مظاهره وکړه، چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی دی.

بل خوا په لوېديځ هرات ولایت کې هم ددغه فلم پرضد سوله ییز لاریون شوی دی.

محصلین د کابل پوهنتون دروازه کې راغونډ شوي وو او د امریکا او په تېره بیا د فلم جوړوونکي امریکايي ضد شعارونه یې ورکول.

دوی د اسراییلو پرضد هم شعارونه ورکول.

مظاهره کوونکو، د سوله ییز لاریون په پای کې، چې ځینو پوهنتوني استادانو هم ویناوې په کې وکړې، یو پرېکړه لیک ولوست.

د پرېکړه لیک لوستونکي وویل: ''د کابل محصلین د یوه امریکايي یهودي له خوا له توهین د ډک فلم د خپراوي د تقبیح او غندنې لپاره تر یوې پراخې مظاهرې وروسته خپل پرېکړه لیک اعلانوي.''

محصلینو ددغه فلم په غندلو سره له اسلامي امت، په تېره بیا اسلامي هېوادونو وغوښتل چې ددې سپکوونکي عمل پروړاندې خپل جدي غبرګون وښيي.

مظاهره کوونکو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

اسلام ضد فلم پر وړاندې مظاهرې

دوی له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا زور واچوي چې ددغه فلم جوړوونکی او خپروونکی یوې اسلامي محکمې ته د محاکمې لپاره راکش کړي.

محصلینو په پای کې وویل، که چېرې یې غوښتنو او پرېکړه لیک ته پام ونه شي، خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

وړاندې هم د افغانستان په دوو ولايتونو کې د هغه فلم پر ضد سوله ييزې مظاهرې وشوې چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .