سوېل کې پولیسو شپږ بهرني پوځيان په ډزو وژلي

د خپريدو وخت: 04:56 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391
افغان پولیس

دا لا روښانه نه ده چې برید کوونکی وژل شوی او که تښتېدلی دی.

د هلمند د پولیسو جګپوړي مشر عصمت الله دولتزي ويلي چې ددغه ولایت مرکز لښکرګاه د اوومې حوزې اړوند د باباجي په سیمه کې یوه سیمه ییز پولیس د ایساف دوه سرتېري په ډزو وژلي دي.

ښاغلي دولتزي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وويل چې پېښه اوس ددوی تر څېړنې لاندې ده چې نور جزییات به وروسته رسنیو ته ورکړي.

بل خوا، په زابل ولایت کې هم یوه پولیس د ایساف پر سرتېرو ډزې کړې، او څلور پوځيان یې وژلي دي.

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي چې تېره شپه ۱۲ بجې ددغه ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ د یوه پولیس له خوا رامنځ ته شوې ده.

دی وايي چې دغه پولیس د ایساف پر سرتېرو ډزې کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزییات ورنه کړل.

خو ایساف ځواکونو په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې څلور پوځیان یې په سوېل کې د یوه کس له خوا چې ګمان کېږي ملي پولیس دی، په ډزو سره وژل شوي.

ښاغلی فراهي وایي چې تېره شپه وسله والو د میزانې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته څېرمه پر یوه امنیتي پوسته برید کړی و، چې ایساف ځواکونه یې مرستې ته ورغلي وو.

هغه وایي چې سیمې ته د امنیه قومندان په مشرۍ یو پلاوی تللی چې د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالی پیدا کړي.

دا لا روښانه نه ده چې برید کوونکی وژل شوی او که تښتېدلی دی.

میزانه د زابل یوه نارامه ولسوالۍ ده چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده چې په دواړو سیمو کې وسله وال فعاله دي.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

دا پېښه یوازې څو ساعت وروسته له هغه رامنځ ته شوې، چې په هلمند کې یوه سیمه ییز پولیس دوه برتانوې پوځیان په ډزو ووژل.

دا په سوېل کې د تېرو څلرویشتو ساعتونو پرمهال دویمه ورته پېښه ده.

په زابل کې پولنډي او امریکايي پوځيان مېشت دي.

ایساف

په کابل کې د ایساف او ګډو ځواکونو ویاند سامي میجر بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه پېښه تایید کړه او وویل چې نن سهار په هلمند کې یوه سیمه ییز پولیس څلور بهرني پوځيان په ډزو ووژل.

که څه هم نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وویل چې ژر به رسنیو ته د پېښې په اړه جزییات ورکړي.

ایساف وايي، چې سیمه یې کلابنده کړې ده او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

تحلیل

هدایت الله همیم، بي بي سي

په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو د سرتيرو په جامو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه ددغه هېواد حکومت او دلته ميشت بهرني ځواکونه دواړه خورا ډير اندېښمن کړي دي، او په گډه يې هڅې پيل کړي چې څنگه ددغه راز بريدونو د گواښ کچه ټيټولى شي.

ځینې افغان پوځي کارپوهان په دې اند دي چې له تېرو لسو- یوولسو کلونو کې یې بهرنیانو ته د افغان کلتور، فرهنګ او مذهب د درناوي کولو توصیه کړې ده. ددوی په اند په کلتور تېری ناوړه پایلې لري.

د پوځي کارپوهانو وینا ده چې کله یو بهرنی سرتېری له یوه افغان افسر سره مخامخېږي، له خپل غرور څخه باید راښکته شي؛ ځکه چې په وینا یې ''دلته غرور په درد نه خوري.''

د مرکز لښکرګاه د باباجي سیمه کې برتانوي پوځیان مېشت دي.

ایساف ویلي چې برید د نهر سراج ولسوالۍ په سوېل کې په یوه تلاشۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي چې د وژل شوو برتانوي سرتېرو کورنیو ته یې د هغوی د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایساف یوه ویاند جګړن لورانس روک ویلي، چې د خپلو عسکرو په وژل کېدو یې ژوره خواشيني ښودلې ده.

پر افغانستان د امریکا د ۲۰۰۱ کال له یرغل راپدېخوا تر دې مهاله افغانستان کې ۴۳۰ برتانوي پوځيان وژل شوي دي.

او پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو په بریدونو کې تر اوسه له ۵۰ ډېر بهرني پوځيان وژل شوي.

جګړن روک زیاتوي چې: "دا مهال په هلمند ولایت کې هر پوځي کارکوونکی او عسکر د وژل شوو کورنیو ته د هغوی د وژل کېدو له کبله خواشيني څرګندوي."

دا برید ټیک یوه ورځ تر هغه وروسته وشو، چې په همدې ولایت کې وسله والو طالبانو د برتانوي او امریکايي پوځيانو پر یوې اډې ډله ییز برید وکړ، چې له کبله یې لږترلږه دوه سرتېري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

پر همدې مهال، په هلمند کې د تېرې جمعې په ورځ د ولسي وګړو د سپرلۍ پر یوه ګاډي ماین چاودلی، چې د دوو کورنیو ۱۲ غړي په کې وژل شوي وو.

د روان سپتمبر په لومړیو کې امریکايي پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو له لوري تر بریدونو وروسته د شاوخوا ۱۰۰۰ افغان سیمه ییزو پولیسو روزنه وځنډوله.

او بیا وروسته، د افغانستان د دفاع وزارت وویل، چې د ملي اردو په سلګونه پوځيان یې د نشه يي توکو د کارونې، د رواني ناروغيو، د جعلي اسنادو د لرلو او پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو په تور او شک نیولي او یا یې له دندو شړلي دي.

وزارت دا هم ویلي وو چې پر ځینو نیول شوو او شړل شوو له وسله والو مخالفینو او طالبانو سره د اړیکو تورونه وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .