"د پاچا امان الله ځمکه غصب شوې"

د خپريدو وخت: 16:50 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

مېرمن هندیه وايي، د ولسمشر کرزي له ټینګار سره سره، دولتي چارواکو دغه مساله نه ده څېړلې.

د غازي امان الله خان لور ادعا کوي په سلګونه جریبه ځمکه چې دې ته له موره ورپاتې وه، د ځینو دولتي چارواکو به ګډون یوشمېر زورواکانو غصب کړې ده.

مېرمن هندیه وايي، د ولسمشر کرزي له ټینګار سره سره، دولتي چارواکو دغه مساله نه ده څېړلې.

دا وايې، د ځینو ناپېژاندو وسله والو کسانو لخوا په مرګ هم ګواښل شوې ده.

د دولتي او عامو وګړو د ځمکو غصبول، چې له تېرو څو کلونو په افغانستان کې په یوې لویې ننګونې اوښتې لا يې هم افغان دولت يې د حل لارې په موندلو کې پاتې راغلی دی.

د ځمکو د غصب ستونزه، چې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکي هم پرې تورن دي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تر هر بل ولایته ډېره پراخه ده.

د شاه امان الله خان لور هندیه، چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي، په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې شا و خوا زر جریبه ځمکه، چې د ریش خور، ګلباغ، تنګي میدان او د کابل کاریز میر په سیمو کې له مورنه ورته پاتې وه، د ملي شورا پخواني غړي نجیب الله کابلي، د افغانستان د ملي امنیت مرستیال ډاکټر ضیا او د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مصطفی ظاهر پلورلې دي.

"د پاچا مېرمنې، ملکې ثریا دغه ځمکه د خپلو اولادنونو لپاره اخیستې وه. دغه ځمکه یې د علیحضرت ظاهرشاه اولادونو ته نه وه اخیستې. د ښاغلي کابلې لپاره یې هم نه وه اخیستې او نه یې هم د ځمکو د مافیا کړیو لپاره اخیستې وه. بلکې دغه ځمکه یې زموږ لپاره اخیستې وې. په خپلو پيسو یې اخیستې وې. زه د افغانستان له دولته غوښتنه کوم، چې له دغو خلکو موږ وژغوري. او په جدیت سره دغه کار وکړي او د تل لپاره یې وکړي".

اغلې هندیه دا رنګه د پخواني پاچا ظاهر شاه پر لور بلقیس، میروېس ظاهر، نادر نعیم او د ظاهرشا پر لمسۍ وانه تور پورې کوي، چې د ځمکو په غصب او پلور کې لاس لري.

خو له پر له پسې اړیکو سره سره په دې بریالي نه شو چې د تورنو کسانو غبرګون واخلو.

په تېرو څو کلونو کې زرواکانو په زرګونه جریبه دولتي او نادولتي ځمکې غصب کړې دي او دې چارې افغان حکومت ته هم لویې ننګونې راپورته کړي دي.

که څه هم افغان حکومت هڅه کوي، د ځمکو د غصب مخه ونیسي لا هم د چارواکو په وینا په دې برخه کې پراخې ستونزې پرځای پاتې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .