کندهاري خبریالان: د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شركت بند کړﺉ

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391

په تېره جمعه غزني کې د ابدالي ترانسپورتي شرکت یو بس له ټانکر سره وجنګېد، چې لسګونه مسافر په کې ووژل شول.

کندهار مېشتو لسګونو خبريالانو او فرهنګیانو د احمدشاه بابا ابدالي بس د ترانسپورټي نماينده ګۍ د سختو مجازاتو او د فعاليت د بندېدو غوښتنه وكړه.

د تېرې جمعې په ورځ د احمدشاه بابا ابدالي بس ترانسپورټي شرکت پورې اړوند د یو بس او یوه بار وړونکي موټر د جنګېدو له کبله ۵۳ تنه سپرليۍ ووژل شوه او ۵ نور ټپیان شوه چې په وژل شوو کې د کندهار ۵ سیمه ییز خبریالان هم و.

هغه غوڼډه چې په کندهار كې د نى د سیمه ییز دفتر او د كندهار د خبريالانو له لوري رابلل شوي وه، ګډونوال يې سخت جدي، غمجن او احساساتي و.

ګډونوالو د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شركت مسؤولین د سلګونو افغانانو ښكاره قاتلان وبلل او ويې ويل چې دغه شرکت د ځانمرګو بريدونو او د بهرنيو سرتېرو په بمباريو كې تر وژل شويو كسانو زيات ملکي کسان وژلي دي.

ګډونوالو دولت په بشپړ ډول كمزورى او په فساد ككړ وباله چې ددغه شركت په بندېدو كې پاتې راغلی.

تاوان

د نى ساحوي دفتر مشر عبدالسيمع غيرتمل د دولت څخه غوښتنه وكړه چې د نوموړي شركت څخه د ټولو شهيدانو د سر تاوان واخلي.

د غونډې په وروستيو كې يوه پرېكړه ليك هم د کندهار د خبریالانو له خوا خپور شو چې په کې لیکل شوي و:

''له ولسي جرګې د ترانسپورټ د وزير د سلب اعتماد كېدو، د ياد شركت د بندېدو، په پېښه كې د شهيدانو کورنیو ته د سر د زیان ورکړه، هر كال په همدې ورځ د يادو خبريالانو په ياد د غونډو د جوړېدو، د دا ډول پېښو په اړه خلكو ته د حكومت د ځواب، د ترافيكي قوانينو د ټينګښت او د لويو لارو د مراقبت او ساتنې غوښتنې شوي وي.''

په پرېكړه ليك كې ګواښ شوى وو، كه يې غوښتنې ونه منل شي، نو د هېواد په سطحه به پراخ لاريونونه وكړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .