لوړو زده کړو لرونکو افغانانو ته حکومت دندې ورکوي

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

د روان کال په سرطان میاشت کې ولسمشر کرزي د یوه فرمان په صادرو سره ویلي و چې باید د ټولو هغه کسانو نوم لیکنه وشي چې د ډوکټورا او ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کړي او په دولت کې د کار زمینه ورته برابره شي.

افغان حکومت د هغو کسانو لپاره چې د دوکتورا او ماسترۍ په کچه یې لوړې زده کړې کړي دي په دولت کې د کار زمینه برابروي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپواک کمیسيون وايي، د ۲۰۰ ماسترانو او ډاکټرانو لپاره په لوړ پوړو دولتي پوستونو کې د کار زمینه برابروې او راتلونکې یوې میاشت که به د هغو کسانو لپاره چې په تخصصي برخو کې اکاډمیکې زده کړې لري ، هم د کار زمینه برابره کړي.

افغان حکومت هغو کسانو ته چې د ډوکټورا او ماسټرۍ په کچه یې لوړې زده کړې کړي په لوړپوړو دولتي پوستونو کې د ټاکل کیدو لپاره لومړیتوب ورکوي.

ازادې سیالۍ

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپواک کمیسيون احمد مشاهد وايي، ۲۰۰ لوړپوړي دولتي پوستونه ازادې سیالۍ ته ایښودل شوي دي او هغه کسانو ته به په د دغو پوستونو کې لومړیتوب ورکړل شي چې ډوکټورا او ماسټري لري.

''موږ څو چمتو شوي بستونه لرو، شاوخوا سل د ولسوال بستونه داوطلبۍ ته ایښودل شوي چې دویم بستونه دي او مالي امتیازات یې هم ښه دي، ۱۳ د والي د مرستیالانو بستونه هم داوطلبۍ ته ایښودل شوي چې ددې مالي امتیازات هم ښه دي او تر ۷۰ ډیر د مشترګو خدمتونو پوستونه هم اعلان شوي دي.''

د روان کال په سرطان میاشت کې ولسمشر کرزي د یوه فرمان په صادرو سره ویلي و چې باید د ټولو هغه کسانو نوم لیکنه وشي چې د ډوکټورا او ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کړي او په دولت کې د کار زمینه ورته برابره شي.

د ښاغلي مشاهد په وینا د دغې فرمان له صادریدو وروسته 490 کسانو نوملیکنه کړې چې 23 یې ډاکټران او پاتې یې ماسټران دي.

هغو کسانو چې په دې غوڼډې کې ګډون کړی وايي، دولت وړاندې هم داسې پروګرامونه جوړ کړی خو تر ډیره عملي بڼه نه لري.

ښاغلي مشاهد چې دغو ماسټرانو او ډاکټرانو سره په ګډې ناستې کې خبرې کولې وویل، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به هغو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي چې د طب او انجینرۍ په شان په تخصصي برخو کې یې د ډوکټورا او ماسټرۍ په کچه زده کړې کړي دي.

خو هغو کسانو چې په دې غوڼډې کې ګډون کړی وايي، دولت وړاندې هم داسې پروګرامونه جوړ کړی خو تر ډیره عملي بڼه نه لري.

په افغانستان کې ماسټران او ډاکټران په داسې حال کې له بیکارۍ سر ټکوي چې هر کال په ملیونو ډالر د دولتي کارکونکو د وړتیاوو د لوړلو لپاره بهرني روزونکو او همدومره بهرني سلاکارانو ته ورکول کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .