ناټو ګډې ګزمې او عملیات محدودوي

د خپريدو وخت: 17:57 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391
افغان او بهرني ځواکونه

ناټو وايي چې تر دې وروسته به د ګډو ځواکونو او افغان ځواکونو ورځنۍ ګزمې نه کېږي.

په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو تر مرګونو بریدونو وروسته، اوس ناټو ویلي چې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو او ګزمې چارې محدودوي.

بهرني ځواکونه وايي چې یوازې په لویو پوځي عملیاتو کې به ناټو له افغان ځواکونو سره په ګډه بوخت وي.

په کابل کې د بي بي سي کوینتین سمروېل وايي، دا په افغانستان کې د ناټو د ستراتیژۍ یو مهم شاتګ دی.

بل لور ته په پلازمېنه کابل کې د سې شنبې په ورځ په یوه بس چې یو شمېر بهرنیان په کې ناست و، د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۳ تنه ووژل شول.

دغه برید د کابل نړیوال هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک وشو او په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې وژل شویو کسانو په هوايي ډګر کې کار کاوه.

افغان توند لارې ډلې حزب اسلامي د دغه برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی او په وینا يي دغه برید يي د هغې ویډیو د غچ اخيستو لپاره کړی، چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی.

په افغانستان کې د دې وېډیو په غبرګون کې مظاهرې وشوې، چې په کې تاو تریخوالی هم تر سترګو شو. ایساف سوله ساتو ځواکونو ګډ مرکز هم له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو د محدودولو اړوند په افغانستان کې د ننه او بهر له دې نه د یوه لامل په توګه یادونه کړې ده.

د ایساف په وینا دغه کار په شنو د زرغونو د بریدونو ترڅنګ، د محدودیتونو یولامل شو. د روان کال د اګست د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې ۵۱ ناټو سرتېري د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول.

"موږ په افغانستان کې خپل هدف او ستراتیژي په پام کې لرو."

جورج لیټل

څلور امریکايي او دوه برتانوي پوځیان د اوونۍ په پای کې د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول. د سږ کال په اوږدو کې له هرو پنځو تنو وژل شویو برتانوي پوځیانو یو يې د وسله والو مخالفینو پر ځای د افغان پوځیانو او یا پولیسو له لوري وژل شوی.

ګډ ورځني پوځي عملیات به له دې وروسته یوازې په پراخه کچه داسې ترسره کیږي، چې تر سلګونو پورې پوځیان په کې ګډون کوي.

ایساف ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې مانا دا نه ده، چې له دې کچې ټيټ عملیات به نه تر سره کېږي، بلکې د لویو قومندانانو له تاييد وروسته به د دې لپاره د اړتیا حالت ته په کتو ارزول کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت په خبره دغه ګام باید د اوسنیو حالاتو په اړه له یوه محتاط غبرګون پرته بل څه ونه بلل شي. د ویندوی جارج لیټل په خبره ''موږ په افغانستان کې خپل هدف او ستراتیژي په پام کې لرو.''

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې که څه هم دوی ته په دې اړه په رسمي توګه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي، خو په خبره يي د دواړو لوریو لوړپوړي چارواکي په دې اړه په خبرو اترو بوخت دي.

دغه پرېکړه له هغو احتجاجونو یوه اوونۍ وروسته شوې، چې په امریکا کې د جوړ شوي اسلام ضد فلم له خپرېدو وروسته يې په ټوله اسلامي نړۍ کې غوسه راوپاروله.

ستراتيژیک په شاتګ

په کابل کې د دوشنبې په ورځ سلګونه احتجاج کوونکو د ډبرو ګوزارونه وکړل او د پولیس ګاډو ته يې اور ورته کړ.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو بریدونه

  • ۲۰۰۷- ۲ بریدونه، ۲ ایساف پوځيان ووژل شول
  • ۲۰۰۸- ۲ بریدونه، ۲ ووژل شول
  • ۲۰۰۹- ۶ بریدونه، ۱۰ ووژل شول
  • ۲۰۱۰- ۶ بریدونه، ۲۰ ووژل شول
  • ۲۰۱۱- ۲۱ بریدونه، ۳۵ ووژل شول
  • ۲۰۱۲- (تر اوسه)- ۳۶ بریدونه، ۵۱ ووژل شول

سرچینه: نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف)

د اې ایف پي په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې په شمالي کندوز ښار کې هم د سې شنبې په ورځ سلګونه کسان مظاهره کوي.

په کابل کې د بي بي سي کونتین سمروېل وايي نړیوال ځواکونه غواړي د طالبانو په ضد اوږه په اوږه جګړه وکړي.
نوي محدودیتونه په افغانستان کې د ناټو په ستراتیژي خورا مهم اغېز کوي. د امنیت ساتلو لپاره د افغان پولیس او پوځیانو روزنه په دې ستراتیژۍ کې مرکزي رول لري. تراوسه پورې یوازې ګډه ګزمه تر سره کېده.

په عملي شرايطو کې امریکايي ځواکونه له مخکې نه په خپلو اډو کې دېره دي او افغان پوځیان په یوازې سر ګزمې کوي.

زموږ د خبریال په وینا، ناټو قومندان له دې امله غوسه دي، چې افغان چارواکي د دغه ډول بریدونو د لږولو لپاره ډېر څه نه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .