افغانستان کې د ترافيکي پېښو مخنيوى څنګه کېدى شي؟

د خپريدو وخت: 11:11 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

لسگونه کسان غزني کې تيره اونۍ د خپل ډول تر ټولو لوېې ترافيکي پېښې کې وژل شوي

د نړۍ د ځينو نورو هېوادو په څېر په افغانستان کې هم هر ورځ لوى شمېر وگړي د ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي يا هم ژوبليږي.

د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو په مرکزي روغتونونو کې د ثبت شویو شمېرو تر مخه د دې تلفاتو شمېر د جگړې له هغې څخه زيات دى.

يوازې په کندهار ولايت کې چې په تېرو څو کلونو کې جگړې ډېر ځپلى دى د ٢٠٠٨او ٢٠١٠ کال ترمنځ د ثبت شویو شمېرو ترمخه ٢٨٠٠ کسان د جگړې او ٣٢٠٠ د ترافيکي پېښو له امله رامنځ ته شویو ټپونو په نتيجه کې مرکزي روغتون ته وړل شوي.

دا ترافيکي پېښې بېلا بېل علتونه لري چې په سر کې ېې بې احتياطي، خراب سړکونه، د سرغړونکو موټر چلووونکو نه محاکمه، او نور راځي.

د دې اوونۍ په ستاسې غږ کې په همدې غږيږو چې تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟

حکومت او خلک د ترافيکي تلفاتو د مخنيوي يا لږ تر لږه راکمولو لپاره بايد څه وکړي؟

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي ، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک، د کلېکاږل بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .