د هلمند والي له نهو نورو واليانو سره بدل شو

د خپريدو وخت: 08:43 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391
افغانستان

په دې اړه د ولسمشر په احکامو کې راغلي، اړوند مشورتي بورډ بايد د دوو مياشتو په موده کې د يادو واليانو د تقرر مراحل طى کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان له مخې د ١٠ولايتونو لپاره نوي واليان ټاکلي دي.

په نويو ټاکنو کې د هلمند والي گلاب منگل له دندې گوښه شوى او پر ځاى يې جنرال محمد نعيم بلوڅ گمارل شوى دى.

د ميدان وردگو والي هم له دندې گوښه شوى دى.

د ځينو نورو واليانو خلاف ښاغليو گلاب منگل او حليم فدايي ته کومه نوې دنده نه ده سپارل شوې.

حال دا چې ځينې نور واليان له يوۀ ولايته بل ته گمارل شوي دي.

د کابل لپاره د تخار مخکينى والي عبدالجبار تقوا، د تخار لپاره د فارياب مخکينى والي تورن جنرال احمد فيصل بېگزاد ځاى پر ځاى شوي دي.

سلطان محمد عبادي د بغلان، په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخوانى وکيل عبدالمجيد د ميدان وردګو، محمد سرور ثبات د نيمروز او د لوګر پخوانى وکيل فضل الله مجددي د لغمان د والي په توګه ټاکل شوي دي.

په کابل کې د چارو د ادارې ترمخه د لغمان والي د لوګر د نوي والي په توګه ټاکل شوى او د لوګر والي محمد طاهر صبري ته يې د بادغيس د والي دنده سپارلې ده.

د ولسمشر د يوه بل ځانګړي حکم له مخې، د بغلان پخوانى والي عبدالمجيد په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .